1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل او دوشنبې د نشه یې توکو د قاچاق ضد تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

افغانستان او تاجکستان د نشه يي توكو ضد مبارزې په برخه کې د ګډي همکارۍ یو مهم سند لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکې وایې چې د افغان – تاجک په پوله د روسي ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته اړتیا نه شته.

https://p.dw.com/p/12wt5
افغانستان د نړۍ نوي سلنه مخدره توکې تولیدوي
افغانستان د نړۍ نوي سلنه مخدره توکې تولیدويانځور: AP

دغه سند د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتې ۲۱» د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معین، باز محمد احمدي، او د هغه د تاجک سیال ترمنځ د دوشنبې په ښار کې لاسلیک شو.

افغانستان او تاجکستان اوږده ګډه پوله لري. ویل کیږي چې منځنۍ آسیا او بیا اروپایې مارکیټونو ته افغان مخدره توکي له همدې پولي لاره پیدا کوي.

روسیې او د اروپایې هیوادونو مشرانو څو څو ځله پر تاجک دولت فشار اچولی چې له افغانستان سره خپله پوله ټینګه کړي خو تاجکستان وایې چې په شته امکاناتو سره دوي همدومره څه کولای شي چې اوس یې تر سره کوي.

څه موده دمخه تاجکستان او روسیې هوکړه کړې وه چې د افغان – تاجک په اوږده پوله کې دې روسي ځواکونو ځای پر ځای شي چې موخه یې د مخدره توکو د کاروبار او قاچاقبرو د تګ را تګ مخ نیوی وو، خو اوس افغان دولت وایې چې دوي دغې هوکړي ته په ښه سترګه نه ګوري.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت مرستيال، وزير بازمحمد احمدي، وايي چې په افغان- تاجګ ګډه پوله كې د روسي ځواكونو ځاى پرځاى كېدلو ته اړتيا نشته. نوموړي د جمعې په ورځ دغه خبره تاجکستان سره د سند د لاسلیکولو وروسته وګړه.

د کورنیو چارو د وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې که څه هم افغان چارواکي د مخدره توکو په وړاندې مبارزې کې د نړیوالو مرستو هرکلې کوي خو د دې سربیره هم د افغان – تاجک پر پولې د روسې ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته اړتیا نه شته.

احمدې ویلي دي چې افغانستان او تاجكستان د نشه يي توكو د قاچاقو د مخنيوي لپاره تخنيكي او مالي مرستو او همدارنګه د امنيتي ځواكونو د وړتيا لوړولو ته اړتيا لري.

روسي چارواكي له څو مياشتو راهيسې وايي چې تاجكستان له افغانستان سره خپلې پولې په يوازې سر نه شي كنټرولولاى. دغه چارواکې د افغان – تاجک په پولې د روسي ځواکونو شتون ته اړتيا ویني.

د روسيې د ولسي جرګې مشر، باريس ګريزلاف، هم د افغانستان او تاجکستان د پولې په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې تاجکستان د دغې پولې د ساتلو توان نه لري.

د یادولو وړ ده چې افغانستان د نړۍ نوي سلنه هیروین تولیدوي چې ډیره برخه یې د ځمکي له لاري اروپایې بازارونو ته رسیږٍي. رسمي شمیري ښیې چې د دغو مخدره توکو د استعمال له کبله هر کال په زرګونو ځوانان په اروپا او امریکا کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش