کابل: امريکايانو سرحدي پوستې پاکستان ته ورکړي دي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۹) په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل، د طالبانو د رژيم تر سقوط وروسته د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کي د سرحدي سيمو اداره پرغاړه واخيسته، خو له افغان حکومت سره د مشورې پرته د پاکستان د پوځ په اختيار کي ورکړل سوې ده.
موسي زي وويل: «هغه پوستې چي د ديورند د کرښي په اوږدو کي د گوشتې ولسوالۍ ته نژدې جوړي سوي دي، د طالبانو تر سقوط وروسته په ۲۰۰۲ کال کي د ايساف ځواک په کنترول کي وې او امريکايي ځواکونه پکښې مېشته ول. دغه پوستې بیا وروسته د افغان حکومت د مشورو او اجازې پرته د پاکستان د پوځ په اختيار کي ورکړل سوي دي.»
دا په داسي حال کي چي د افغان چارواکو په خبره اوس د افغانستان د نزدې ۸۰ سلنه خاوري امنيت پخپله افغان امنيتي ځواک ساتي او په پلان کي ده چي د روان کال تر پايه پوري د ټول افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل سي.
آيساف ويلي دي چي د افغانستان او پاکستان په سرحد کي د امنيت ټينگول اسانه کار نه دئ او پاکستان هم له دغي ربړي څخه کړيږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي ولسمشر کرزي د بروکسل په غونډه کي له پاکستان څخه په ښکاره توگه خپلي غوښتني مشخصي کړي دي. د بروکسل غونډه د افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د پوځ د مشر اشفاق کياني او د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په گډون جوړه سوې وه.
افغان چارواکو ويلي ول چي په دغه غونډه کي د افغانستان او پاکستان تر منځ پر کړکېچ او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستان د مسئلې په اړه خبري کېدې.
موسی زي وويل، د بروکسل په غونډه کي د افغانستان غوښتني «له طالبانو څخه ملاتړ نه کول، دغه ډله د سولي پروسې ته هڅه ول، د ديور د کرښي له هاغاړي پر کونړ باندي د راکتي يرغلونو بندول او ديورند ته څرمه د پاکستان له خوا د جوړو سوو امنيتي پوستو ليري کول شامل دي.»
موسي دغه راز وويل، چي افغانستان په پاکستان کي د طالب بنديانو ازادېدل غواړي. د هغه په خبره په دې ډله کي د ملا برادر آزادېدل دوی ته ډيراړين دي.
پاکستان هم يو وخت د دوو تنو پاکستاني طالبانو د آزادېدو غوښتنه کړې وه، خو افغان چارواکي وايي چي په بدل کي ئې د افغان طالب بنديانو آزادېدل غواړي.