1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژیرار لونګت: فرانسه اوس هم په افغانستان کي ثبات راوستلو ته ژمنه ده

۱۳۹۰ بهمن ۱, شنبه

د فرانسي د دفاع وزیر د شنبې په ورځ وویل چي فرانسه اوس هم په افغانستان کي ثبات راوستلو ته ژمنه ده. دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ فرانسي ګواښ کړی وو چي کیدای شي له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د راایستلو بهیر ګړندی کړي

https://p.dw.com/p/13nZ5
د فرانسي د دفاع وزیر ویلي چي هیواد به یي افغانستان سره ژمن پاتي شي
د فرانسي د دفاع وزیر ویلي چي هیواد به یي افغانستان سره ژمن پاتي شيانځور: dapd

ژیرار لونګي افغانستان ته د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د پوځونو عمومي قوماندان، جان الن، سره د لیدو په موخه رسیدلی دﺉ. لونګي افغانستان ته د تګ په حال کي خبریالانو ته وویل:

«د یو پایدار پوځ د رامنځ ته کولو له پاره به زموږ پوځي ماموریت د پخوا په څیر دوام پیدا کړي.»

له افغانستان څخه د پوځونو د راایستلو د بهیر د ګړندي کولو په اړه د ېوي پوښتني په ځواب کي هغه وویل: «زه به په دې اړه د ولسمشر، نکولا سرکوزي سره خبرې وکړم. هغه زما یواځینی مشر دﺉ.»

د کابل په هوایي ډګر کي د فرانسې د دفاع وزیر د ځینو هغو فرانسوي سرتیرو څخه هم لیدنه وکړه چي د تیري ورځي په پیښه کي ژوبل شوي ول او اوس ئې حالت د اندیښنې وړ دﺉ. دغه سرتیري به د درملني له پاره فرانسې ته ولیږدول شي.

د فرانسي د دفاع وزیر په وینا فرانسوي سرتیري پر افغان پوځونو د اعتماد کولو له امله قرباني شوي دي. هغه زیاته کړې ده چي افغان سرتیرو ته د فرانسوي ځواکونو په مقر کي زده کړه ورکول کیده.‎ دا په یوي میاشتي کې دوهم وار دﺉ چي د افغان سرتیرو له لوري په فرانسوي عسکرو ډزي کیږي.

د پیښې په اړه د متحده ایالاتو غبرګون

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري، هیلري کلنټن، د جمعې په ورځ ویلي دي چي شک لري فرانسه دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه له ټاکل شوي وخت څڅه وړاندي راوباسي.

خو پینټاګون ویلي دي چي دا په فرانسي پوري اړه لري چي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د راایستلو په اړه پریکړه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي کلنټن او نورو امریکایي چارواکو د وژل شوو سرتیرو د کورنیو سره خپله ژوره خواشینۍ څرګنده کړې ده.

سید ریاض (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش