ژورنالیستان د پیسو په مقابل کي آزاد شوي
۱۳۹۰ تیر ۱۰, جمعهکارپوهان او طالبانو پوري تړلي کسان وایي چي هغه دوه فرانسوی ژورنالستان چی 18 میاشتي وړاندي په افغانستان کي یرغمل نیول شوي ول د یوي معاملی په ترڅ کی آزاد کړای شوي دي.
که څه هم فرانسوي چارواکو د دغو دواړو ژورنالیستانو د خوشي کیدو په وړاندی د پیسو د ورکولو څخه انکار کړي، خو غربي کارپوهان وایي چي د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشي کیدو لپاره په اروپا کي د پیسو ورکول یو ډیر معمولي کار دی.
دغه کار پوهان زیاتوي چي دولتي چارواکي په رسنیو کي ځکه د پیسو د ورکولو څخه انکار کوي چي نه غواړي په راتلونکي کي نوري د یرغمل نیونی قضیي رامنځ ته شي.
طالبانو ویلي چي د «ګیسکیر» او «تپونیي» د خوشي کیدو په مقابل کي د دوي بندیان هم خوشي شوي خو بیا په غربي کارپوهان وایي چي دغه دواړه ژورنالیستان یوازي د پیسو په مقابل کي آزاد کړای شوي دي.
د طالبانو د ډلي یو غړي د فرانسي خبري اژانس ته د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي چي د دغو کسانو د خوشی کیدو په وړاندي طالبانو ډیري پیسي تر لاسه کړي:
«په دغي معاملي کي ډیري پیسي طالبانو ته ورکړل شوي. دا چي په دقیقه توګه څومره پیسي طالبانو ته ورکړل شوي لا معلومه نه ده. خو دغه پیسي میلیونونو ډالرو ته رسیږي. طالبانو دغه پیسي په پاکستان کی ترلاسه کړي.»
دغه دوه فرانسوي ژونالیستان د قاری بریال د کسانو لخوا یرغمل نیول شوي ول. قاري بریال د افغانستان په کاپیسا ولایت کی طالبانو له پیاوړو قوماندانو څخه دی.
د طالبانو د ډلي یوه غړي چي د فرانسي خبري اژانس سره یي خبري کړي ویلي چي د قاري بریال ډله د طالبانو په منځ کی ډیر ښه نوم لری. هغه زیاته کړي چي دغه ډله کله نا کله د طالبانو د اصلي اهدافو پر خلاف کارونه ترسره کوي. د طالبانو دغه غړی وایي چي کله نا کله د قاري بریال ډله د پیسو له پاره بهرنیان یرغمل نیسي.
خو افغان او بهرني کارپوهان بیا وایي چي د قاري بریال ډله د طالبانو پوري تړلی یوه د مافیا ډله ده.
«ګیسکیر» په خپله هم بي بي سي ته ویلي چي هغه فکر کوي داسي یوه معامله چی په کي طالبانو ته پیسی ورکړل شوي، د هغه او د همکارانو د خوشی کیدو ترشا وه.
د طالبانو د هغو غړو په حواله چي د فرانسي خبري اژانس سره یي تماس نیولي، د فرانسوي ژورنالیستانو د خوشی کیدو په مقابل کی دوه د قاری بریال د ډلی قوماندانان او ډیري نور د طالبانو غړي خوشي کړای شوي دي.
ځینی نور افغان او بهرنی چارواکي وایي چي د فرانسوی ژورنالیستان د خوشی کیدو په بدل کي طالبانو پاکستان کي لس ورځي پخوا پیسي ترلاسه کړي وي.
هغو ټولو کسانو چي د فرانسی خبري اژانس سره اړیکي نیولي ویلي چي د فرانسوي ژورنالیستانو د خوشی کیدو په مقابل کي طالبانو ته پیسي ورکړل شوي، اوس پوښتنه دا ده چي ولي د فرانسي د بهرنیو چارو وزیر له دغي خبري څخه په کلکه انکار وکړ.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم