1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېرو سوریایانو ته موقتي اقامه ورکول کیږي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۳۱, جمعه

د هغو سوریایې مهاجرو شمیر پر ډیریدو دی چې یوازې د موقتي اقامې اجازه ترلاسه کوي. د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۴۰۱۸ تنو سوریایانو دا ډول اسناد ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Iqmy
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) د رپوټ پر بنسټ په کورنۍ جگړه کې د ښکېل هیواد سوریې ډیرو مهاجرو یعنې ۴۰۱۸ تنو ته په آلمان کې یوازې د لنډي مودې اقامې اسناد او ۹۱۰۰۰ نورو یې د دایمي پاتېدو اسناد ترلاسه کړي دي.

تیر کال په آلمان کې په مجموع کې ۶۱ سوریایانو د موقتي اقامې اسناد ترلاسه کړي ول، په داسې حال کې چې د ۱۰۱ زره سوریایانو پناهندگي منل شوی وه.

په روان کال کې په مجموع کې ۵۴۵۵ تنه مهاجرو ته(په دې کې په نړیواله کچه د هر هیواد مهاجر شامل دي) د موقتي اقامې اسناد ورکړل شوي دي. له دې ډلې څخه یوازي په اپریل میاشت کې د ۴۱۱۶ تنه مهاجرو په هکله ورته پریکړه شوی ده. مخکې تر دې د «فرانکفورته الگماین سایټونگ» ورځپاڼې هم د هغو مهاجرو شمیر د لوړیدو په هکله خبر ورکړی وو چې په آلمان کې یې د موقتي اقامې اسناد ترلاسه کړي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د موقتي اقامې ترلاسه کوونکو په شمیر کې د زیاتوالې یو دلیل هم دا دی چې په روان کال کې له هر یوه سوریایې کډوال سره په شخصي ډول انټروي کیږي او له هغه څخه نیغ په نیغه د هغه د پناهندگۍ د دلیل په هکله پوښتنه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې له یوه کال څخه د زیاتې مودي له پاره له سوریایې کډوالو څخه به یوازې په لیکلې بڼه انټروي اخیستل کیده او بیا به د ژنيو د کنوانسیون په راڼا کې د دوی د قبولۍ په هکله پریکړه کیدله.

تیر کال په پسرلي کې د آلمان ائتلافي گوندونو د Asylpakets II یا د پناهندگۍ د دویم پاکیټ په منظورولو سره هغه پریکړه وځنډوله چې په ترڅ کې به د موقتي اقامې ترلاسه کوونکو به هم د دوو کلونو په جریان کې خپله کورنۍ آلمان ته راغوښتله. د آلمان سوسیال دیموکرات گوند SPD په ډیرې سختۍ سره دغه قانون تائید کړ، ځکه دوی له دغه قانون څخه د اغیزمن کیدونکو کسانو شمیر له ډېرېدو څخه ویره درلودله.

د موقتي اقامې اسناد هغو کسانو ته ورکول کیږي چې شخصاً دغه کس په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندی نه وي او په خپل هیواد کې چې جگړه پکښې حاکمه ده د شکنجه کیدو، غیر انساني چلند یا د اعدام سزا له گواښ سره مخامخ وي. داسې کسانو ته یوازي د یوه کال اقامې اجازه ورکول کیږي، خو کیدای شي دغه موده وغځول شي.