ډېرشمېرمهاجر له استراليا څخه امريکا ته وليږدول شول
۱۳۹۶ بهمن ۲۹, یکشنبهد آرام سمندر له ناورو ټاپو څخه نن (يکشنه د فبرورۍ ۱۸مه) ۳۵ تنه مهاجر د امريکا متحده ايالتونو ته وليږدول شول. دا له هغه وخته چې د امريکا متحده ايالتونو او استراليا، متحده ايالتونو ته دغو مهاجرو پر ليږد هوکړه کړې، شپږمه ډله مهاجر دي چې امريکا ته استول کيږي. په دغې ۳۵ کسیزه ډله کې د افغانستان، پاکستان، ميانمار او بنګله ديش هيوادونو مهاجر او همدا ډول د څلورو ماشومانو په ګډون يوه سريلانکايي کورنۍ شامل دي.
له استراليا څخه د امريکا متحده ايالتونو ته د دغو مهاجرو د ليږد تړون د پخواني ولسشمر بارک اوباما په دوره کې ترسره شوې وه.
د دغې تړون پر اساس، له ننۍ پرواز سره متحده ايالتونو ته د رسيدلو مهاجرو شمير ۱۸۷ تنو ته رسيږي. په ناورو ټاپو کې حکومتي چارواکو ويلي دي چې د روانې مياشتې په وروستيو کې به يوه بله ډله مهاجر هم د امريکا پر لور وليږدول شي.
ورته مطالب:
له استراليا څخه امريکا ته د مهاجرو انتقال پيل شو
استراليا د يوه کمپ مهاجرو ته ۶۵ ميليونه ډالره جبران ورکوي
د ناورو او پاپوا نيوګينه ټاپوګانو په کمپونو کې نژدې ۲۰۰۰ مهاجر په ډير بد وضعيت کې ژوند کوي. د مهاجرو ملاتړ کوونکې کميټه اکشن، په دغو کمپونو کې د وضعيت د ښه کولو په موخه کار کوي. د دغې کميټې وياند ايان رينتول وويل چې راتلونکې اوونۍ کې به امريکايي چارواکي د ناور ټاپو ته راورسيږي او د انتقال په موخه به ډیر شمير مهاجر انتخاب کړي.
رنټول زياته کړه چې امريکا ته د مهاجرو تر ليږد وروسته بايد په کمپونو کې پاتې نور پناه غوښتونکي په عاجله توګه استراليا ته وليږول شي تر څو په کمپونو د سخت او ستونزمن وضعيت څخه خلاص شوي وي. د اکشن کميټې د وياند په وينا د آرام سمندر ټاپوګانو کې مهاجر په نهايي اندازه سخت وضعيت کې ژوند کوي.
استراليا د مهاجرت سخت قانون لري. دغه هيواد هغه مهاجر چې د هڅه کوي د سمندر له لارې په کشتيو کې په غيرقانوني توګه استراليا ته ځانونه ورسوي، په سمندر کې تر نيولو وروسته د پاپوانيوګينه او ناورو لرو پرتو ټاپوګانو ته استوي او هلته يې د مهاجرو په مرکزونو کې په توقيف کې ساتي.
د بشر حقونو څخه ملاتړ کونکو ډلو او سازمانو په کراتو په دغو مرکزونو کې د ژوندانه د موجوده سخت وضعيت په اړه نيوکې او احتجاجونه کړي دي.
د امريکا متحده ايالتونو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دوهمې دورې په وروستيو کې استراليا سره يوې هوکړې ته ورسيده چې له دغو مهاجرو څخه به يو ټاکلی شمير د بشردوستانه همدردۍ له مخې امريکا ته ليږدوي. خو اوسنۍ ولسمشر دونالد ترامپ له دغې هوکړې چندان خوښ نه دی او دا يې يوه «فضوله» معامله کڼلې ده.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: