1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډېر عرب ځوانان د داعش خلاف دي

۱۳۹۴ دی ۲۵, جمعه

د یوې تازه سروې له مخې د عربي نړۍ مسلمانو ځوانانو لویه برخه د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» او القاعده شبکې کړني غندي.

https://p.dw.com/p/1HeBN
انځور: Anne Allmeling

د فرانسې خبري آژانس له ابوظبي څخه په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د دغې سروې پایلې د «زوگبي ریسرج سروسز» ادارې له خوا د تیري چهارشنبې په ورځ خپري شوي دي.

په شمالي افریقا او خلیجي عربي هیوادونو کې اکثره پوښتل شوو کسانو ویلي دي چې اداري فساد او د ولس له حق څخه ناوړه استفاده کوونکي حکومتونه چې د خلکو استازیتوب نه کوي په اصطلاح د«جهادیانو» د محبوبیت سبب گرځیدلي دي.

یو شمیر نورو بیا ویلي دي چې د دغو افراطي ډلو د پرمختگ یو دلیل دا دی چې په اسلامي هیوادونو کې د تعلیم سطحه کښته ده او خلکو ته د افراطي مذهبي انگیزې پر بنسټ روزنه ورکول کیږي.

د دغې سروې د ترسره کوونکي ادارې (زوگبي) مشر جیمز زوگبي وویل: «په ډیرو هیوادونو کې ډېرو خلکو ویلي دي چې په مذهب کې اصلاحاتو ته ضرورت نشته، بلکې د مذهبي موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله باید د اوسني دور له حالاتو سره همغږي ولري.»

په دغه سروې کې د برخه اخیستونکو ۳ پر څلورمي برخي ویلي دي چې IS یا داعش او د القاعدې په څیر ډلي د اسلام واقعي لارښووني خراب او تحریفوي او خلکو ته یې وړاندي کوي او یا هم د هغوی له خوا وړاندي کیدونکي توضیحات په بشپړ ډول غلط دي.

د مراکش او متحدو عربي اماراتو تر ۹۰ سلنه ډیرو ځوانانو ویلي دي چې دغه ډلي چې ځان جهادي بولي په بشپړ ډول د اسلام تحریف شوې بڼه وړاندي کوي. د دغې سروې له مخې په مصر کې دې ته د ورته نظر درلودونکو ځوانانو (ښځو او نارینه وو) شمیر ۸۳ سلنه دی، په داسې حال کې چې په بحرین او اردن کې تر ۶۰ سلنه ښودل شوی دی.

د دې برعکس په فلسطیني سیمو کې ۱۵ سلنه، په اردن کې ۱۳ سلنه او په سعودي عربستان کې ۱۰ سلنه ځوانانو ویلي دي چې په اصطلاح د «جهادیانو» کړنو ته هیڅکله هم د اسلام خراب شوی حالت نه شي ویل کیدای.

په دغه سروې کي د مراکش، مصر، سعودي عربستان، متحد عربي امارات، بحرین، کویت، اردن او فلسطیني سیمو ۵۳۷۴ مسلمان ځوانان پوښتل شوي دي.