ډیمیزیر د سرحدي کنترول د غځولو هرکلۍ کړی دی
۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ په برلین کې وویل چې د اروپا د داخلي سرحدونو د کنترول موضوع «په ځانګړي توګه په داسې یو وخت کې چې د اروپا بهرني سرحدونه د مهاجرو تر فشار لاندی دي او د دې له پاره چې په غیرقانوني ډول په اروپا کې دننه د داخلي بیځایه کیدو مخه ونیول شي اړینه ده.»
دیمیزیر زیاته کړه چې «دا مهم او مناسبه علامه ده، هم د اروپایې اتحادیې د اغیزمن شوو غړو هیوادونو له پاره او هم د قاچاقبرانو پر وړاندی.»
دیمیزیز، تیره اونې د نورو غړو هیوادونو سره په ګډه اروپایې کمیسیون ته وړاندیز وکړ چې د اروپا د داخلي سرحدونو د کنترول پروګرام موده دې چې ټاکل شوې وه د نوامبر میاشتې تر نیمایې پورې پای ته ورسیږي وغځوي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر د اروپایې کمیسیون د وړاندیز په هکله داسې توضیحات ورکړي ول «تر هغې پورې چې غړي هیوادونه د شينګن د ژمنو مطابق عمل کوي، او خپل د بهرنیو سرحدونوو ساتنه کوي، په کافي اندازه د مهاجرو د استوګنې له پاره امکانات برابروي او په بشپړ ډول د دوبلین کړنلاره عملي کوي، د داخلي سرحدونو د کنترول موضوع څخه په تیریدنې سره، د شينګن سیستم ته بیرته نشو راګرځیدلی.»
د اروپایې کمیسیون دغه وړاندیز باید د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو له خوا تائید شي. په اوس وخت کې آلمان، اتریش، ډنمارک، سویډن او د ناروې هیوادونو په خپلو سرحدي پولو کې د کنترول لړۍ جاري ساتلې.
مخکې تر دې اروپایې کمیسیون د نوامبر میاشتې تر ۱۱ او ۱۲ نیټو پورې سرحدي کنترول ته اجازه ورکړې وه. اساسي پلان داسې وو چې د روان کال تر پای به د شينګن حوزې د هیوادونو تر منځ د سرحدي کنترول موضوع ختمه او خپل عادي حالت ته را وګرځي.