1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت پرمهال د جنسي تيري پيښي

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

جرمني ته تر نابالغه نجونو، هلکان ډېر مهاجرت کوي. ځکه چي د نجونو ډیره برخه د قاچاقبرانو له خوا د نجونو پردلالانو باندي خرڅیږي او هغوی بیا پر دغو نجونو باندي تجارت کوي.

https://p.dw.com/p/2QgvB
Deutschland Sexualverbrechen gegen Migrantinnen in Flüchtlingsheimen
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

پنځه نجوني چي په تېښته باندي بریالۍ سوي او جرمني ته رارسېدلي دي، اوس د«Vive Zene» د اتحادیې د امن په یوه خونه کي اوسیږي او په امن کي دي. د امن په دغه خونه له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلنۍ پوري نجوني د اوسیدو اجازه لري.

دغه نجوني له سنیگال او اریتریا څخه تر عراق او له هغه ځایه بیا د سربستان له لاري بې له مور او پلار څخه جرمني ته راغلي دي. د هغوی یوه یې پرلاري د نجونو د دلالانو په لاسونو کي ولویده او بله یې بیا له خپل مېړه څخه راتښتیدلې ده. د تیښتي پر وخت او هم جنگونو کي تل نجوني د جنسي تیریو له خطر سره مخامخ کيږي.

د امن د کور نجوني کولای سي یو کال هلته پاته سي او وروسته بیا د ځوانانو ادارو ته معرفي کیږي، څو رواني تداوي یې وسي. خو له هغوی سره خاص کومکونه نه کیږي او ورته ژر د رواني تداوۍ امکانات نه برابریږي. هغوی ډیر بیریدلي وي او عاجلي درملني ته اړتيا لري.

د رسمي شمېرو په حواله په اوس وخت کي په جرمني کي ۵۱۰۰۰ داسي نابالغه کسان اوسیږي چي بې له مور او پلار څخه راغلي دي. یونیسف وايي چي په ټوله نړی کي بیا ۲۸ ميلیونه کوچنیان او کم سنه کسان د تیښتي په حال کي دي او اکثره هم ورسره څوک نه وي مل.

د جرمني د نابالغه کسانو له اتحادیې څخه «توبیاس کلاوس» وايي، چي، «د هغوی ۹۰سلنه هلکان وي. که یوه کورنی د یوه نابالغه کس د لیږلو له پاره پیسې ولري، بیا نواول یو هلک لیږي، ځکه چي هغه د ځان دفاع کولای سي.»

د ده په خبره له بلي خوا اکثره نجوني پر لاري باندي د نجونو د دلالانو له خوا ښکار کیږي، خپل هدف ته نه رسیږي او ورڅخه د بدلمنۍ کار اخیستل کیږي. ځکه چي تر اروپا پوري لار ډیره اوږده وي او ډیر خطرونه ورسره ملگري وي.

دا به هم درته جالب وي