1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیرو رد شویو مهاجرو په محکمو کې دعواوې ګټلي

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د ځينو مهاجرو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي، خو بالاخره په محکمه کې بیا دوی مستحق ګڼل شوي. د مهاجرو د دعواو د بریاليتوب شمیر مخ پر لوړیدو دی.

https://p.dw.com/p/2quDR
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

ډیري هغه مهاجر چې پناه یې رده شوې په همدې منځ کې یې په محکمې دعواوې ګټلي دي. د ۲۰۱۷م کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پوري د آلمان اداري محکمو (د هغو مهاجرو چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د پریکړو پر ضد یې د آلمان په اداري محکمو کې دعوا کړې وه) د ۴۴ سلنو په ګټه پریکړه کړې ده.

دا معلومات د آلمان د مرکزي حکومت د دغه هیواد په پارلمان کې د کيڼ اړخي فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي، چې د «زود دویچه څايټنګ» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خپاره کړي دي.

د کیڼ اړخي فراکسیون د معلوماتو له مخې دغه فیصدي د ۲۰۱۶م کال په همدې زماني موده کې ۲۹ سلنه وه. د دوی ډیر په لومړي سر کې له محکمې څخه د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون په اساس حفاظت ترلاسه کوي او بیا په دویم قدم کې د اخراج ممانعت او فرعي قبولي.

یوازي لږ شمیر بیا د آلمان د اساسي قانون له مخې سیاسي پناه ترلاسه کوي. دا هغه مهاجر دي چې په خپل هیواد کې تر سیاسی تعقيب لاندې وي او له یو دریم امن هیواد څخه آلمان ته نه وي مهاجر شوی.

په مجموع کې په ۲۰۱۷م کال کې د محکمو له نږدې ۹۹۰۰۰ پریکړو څخه تر ۴۵ سلنو یې یو ځانګړی حالت درلود، د بیلګې په توګه یا خو مهاجر خپله دعوی بیرته اخیستې او یا یې د محکمې جریان له نورو سره یوځای کړای شوی دی.

Berlin Deutscher Bundestag Ulla Jelpke Partei Die Linke
د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي فراکسیون استازۍ میرمن اوله یلپکهانځور: picture alliance/ZB/B. Pedersen

د دغو دعواو۳۰ سلنه یې د رد ځوابونه ترلاسه کړي او د ۲۴ سلنو په برخه کې بیا د پناغوښتونکي په حق کې پریکړي شوي دي.

په مجموع کې د ټولو پریکړو په اړه د دعواو کچه ۴۸ سلنه او د رد شویو مهاجرو د شکایتونو یا دعواو کچه ۹۰ سلنه وه. د دعواو، غوښتنلیکونو او اصلاحاتو شمیر یوازي نږدې ۲۷۳۰۰۰ وو.

د کیڼ اړخي فرکسیون د داخلي چارو سیاستوالې اولا یلپکه، چې د آلمان په پارلمان کې یې دغه پوښتنه مطرح کړې وه پورته ذکر شویو ارقامو ته په کتلو سره د مهاجرو د دوسیو د ارزونې په برخه کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ( (BAMF لویو تیروتنو ته اشاره کوي.

نوموړې زیاتوي: «د پناه غوښتني د دعواو د بریالیتوب لوړه کچه د پریکړو پر کیفیت تته رڼا اچوي. دا څرګنده ده چې د پناغوښتونکو په برخه کې سیاسي محدودیتونو د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې پر اشتبايي پریکړو اغیزې درلودلې دي».

یلپکه، په دې ډول شکایت کوي چې هغه کسان هم رد شوي دي چې په خپل هیواد کې د جګړې، شکنجې او تعقيب له امله آلمان ته مهاجر شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: