«ډیر مسلمان مهاجر به له آلمان څخه ووځي»
۱۳۹۶ آذر ۲۸, سهشنبهپه آلمان کې د مسلمانانو شورا اټکل کوي چې دغه هیواد ته د راغلو مهاجرو لویه برخه نه غواړي په دوامداره توګه دلته پاتې شي. د دغه شورا مشر ایمان مازیزییک د سه شنبې په ورځ د «Heilbronner Stimme» سیمه ایزې رسنۍ ته وویل چې هغه په دې باور دی چې هغه شاوخوا ۸۰ زره مسلمان مهاجر چې ویل کیږي له ۲۰۱۵ م کال راهيسي آلمان ته راغلي دي تر نیمایې زیات به یې بيرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
مازییک آلمان ته د نویو پناغوښتونکو د راتګ له امله په دغه هیواد کې د اسلامپالني په اړه اندیښنو ته په کتلو سره وویل چې په دوی کې شاید حد اکثر ۳۰ سلنه یې مذهبي مسلمانان وي. نوموړي زیاته کړه: «ځيني کوښښ کوي چې په دې اړه ویره او وحشت رامنځته کړي».
ایمان مازییک پر AfD (د آلمان له پاره بدیل ګوند) چې د اسلام او خارجیانو ضد سیاست لري، تور ولګاوه چې د کورنۍ د الحاق په موضوع کې په بشپړ ډول خیالي ارقام وړاندي کوي.
د مازیک په خبره په واقعیت کې په راتلونکي کال کې د مهاجرو د کورنۍ د الحاق له طریقه آلمان ته له۸۰ تر۱۲۰زرو پورې مهاجرو د راتګ اټکل کیږي، په داسې حال کې چې د آلمان له پاره بدیل ګوند د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال د کورنۍ د الحاق یا یوځای کیدو له طریقه په ۲۰۱۸مکال کي د ۲ میلیوو مهاجرو خبره کوله.
مازییک ټینګار وکړ چې تیر کال آلمان ته د راتلونکو مهاجرو لویه برخه له پولنډه راغلي مهاجر دي، نه د سوريې مهاجر. خو له دې ټولو سره په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمان مازییک په انتقادي ډول وویل: «زموږ د درک له مخې یوازې د مسلمانانو په هکله خبري کیږي».
dpa,epd(S.N/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: