ډيری آلمانان له افغانستانه د خپلو ځواکونو راايستل غواړي
۱۳۹۶ خرداد ۲۵, پنجشنبهد «انزا» په نوم انستيتوت د آلمان د «بيلد» ورځپاڼي په غوښتنه له افغانستانه د آلماني ځواکونو د بشپړه راوتلو په اړه يوه نظر پوښتنه کړې ده.
د بيلد ورځپاڼي د پنجشنبې ورځي په گڼه کي راغلي دي چي په دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۵ سلنه ئې په دې نظر دي چي آلماني ځواکونه دي په بشپړه توگه له افغانستانه راووځي.
په نظر پوښته کي د پوښتل سوو کسانو ۲۰،۳ سلنه بيا ويلي دي چي آلماني ځواکونه دي په افغانستان کي پاته سي. له بلې خوا له ۷۵،۲ سلنه د لوړ عمر کسانو او د آلمان له پاره بدیل ګوند پلویانو او د کیڼ ګوند ۷۱ سنله پولیانو په افغانستان کي د خپل هیواد د ځواکو د عملیاتو له دوام سره مخالفت ښوولی دی.
د آزاد دیموکرات ګوند ۵۹ سنله پلویان، او د سوسیال دیموکرات ګوند ۵۸،۹ سلنه پولیان هم ورته نظر لري. د زرغونو په ګوند کي بیا دغه شمیر ۵۴،۶ او د سوسیال مسحی او دیموکرات مسحي ګوندونو په اتحاد کي دغه شمیر ۴۹،۳ سنله ده.
دا په داسې حال کي ده چې د آلمان د دفاع وزیر اورزلا فون دیر لاین، تر دې مخکي ویلي وو چې د آلمان پوځ به د لږ تر لږه پنځو نورو کلونو له پاره په افغانستان کي پاتې سي.
آلماني ځواکونه له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کي میشت دي. اوس مهال دغه هیواد په افغانستان کي ۹۴۱ سرتیري لري چې د افغان ځواکونو پر روزنه او هغوی ته پر مشوره ورکولو بوخت دي.
زموږ له ارشيف څخه: