1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډهاکه د اقليمي بدلونونو په هکله نړيوالي غونډي کوربه ده

۱۳۹۰ آبان ۲۳, دوشنبه

د بنګله دېش په پلازمېنه ډهاکه کي نن « دوشنبه د ۲۰۱۱م کال د نومبر د مياشتي ۱۴مه » د اقليمي بدلونونو له امله تر ټولو زيات زيانمنو شوو هيوادونو يو دوې ورځنی بحث پيليږي.

https://p.dw.com/p/13A8w
د اقليمي بدلونونو له امله زيانمني سوي کورنۍ
د اقليمي بدلونونو له امله زيانمني سوي کورنۍانځور: CARE

د دغه بحث مقصد په جنوبي افريقا کي د نومبر د مياشتي د ۲۸نېټه څخه د اقليم په اړه د نړيوال کنفرانس له پاره د يو ګډ دريځ غوره کول دي.

د ډهاکي په دغه غونډه کي ۱۸هيوادونه برخه اخلي او د ملګروي ملتونو عمومي منشي بانکي مون به هم دغي غونډي ته خپله وينا واوروي.

پدغه غونډه کي به غړي هيوادونه د اقليمي بدلونونو له امله خپلي تجربې هم بيان کړي. د بنګله دېش د چاپيريال ساتني وزير، مصباح عالم، رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي، چي د نوموړي غونډي مقصد دا دئ، چي د اقليمي بدلونونو له امله تر ټولو زيات زيانمن سوي هيوادونه به په يوه خوله نړيوالي ټولني ته خپلي ستونزي وړاندي کړي.

هغه زياته کړې چي اقليمي بدلونونه يو حقيقت دئ او موږ له دې امله اغيزمن کيږو. موږ ته د سمندر د سطحي د لوړيدو ستونزه مخي ته پرته ده. موږ ته د سيلابونو ستونزه ده او د داسي کډوالو ساتنه ده چي د اقليمي شرايطو له امله بې کوره او خپل کارونه ئې له لاسه ورکړي دي.

هغه په خپلو خبرو کي پر دې خبره ټينګار کړی دئ، تر څو چي زيانمن شوي هيوادونه يوه خوله نه سي او خپلي ستونزي بيان نه کړي، تر هغې به نړيوالي ټولني ته د دوی ږغ په مؤثره توګه ونه رسيږي.

د دې غونډي په پاي کي به غوره سوي وړانديزونه د رواني مياشتي په پای کي د اقليم په اړه په نړيوال کنفرانس کي چي د ډربن په ښار کي جوړيږي وړاندي کړل شي.

د ډربن په غونډه کي به ددې خبري هم يادونه وشي، چي شتمن هيوادونه دي د اقليمي بدلونونو له امله له زيانمن سووغريبو هيوادونو سره مالي او تخنيکي مرستي وکړي، تر څو هغوی د تغيرموندونکي اقليم سره بلدتيا پيدا کړي.

په ډهاکه کي په دغه غونډه کي پر کوربه هيواد بنګله دېش سربيره، د افغانستان، بوټان، کوستاريکا، ايتوپيا، مالديف، نيپال او فليپين استازي هم ګډون ولري.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زیارمل