1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټر سپنتا: پاکستان يو لوی چانس له لاسه ورکړ

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي امنيتي سلاکار، ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، په بن کي د دويچه ويله له پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړې مرکه کي د بن ددوهم کنفرانس په اړه خپل نظر داسي څرگند کړ.

https://p.dw.com/p/13M9B
د ولسمشر کرزي امنيتي سلا کار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا
د ولسمشر کرزي امنيتي سلا کار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا

دويچه ويله: افغان حکومت د بن له دوهم کنفرانس څخه څه تمي لري؟

ډاکټرسپنتا:د بن د لومړي کنفرانس څخه لس کاله وروسته نن زموږ «د افغانستان حکومت» او نړيوالي ټولني تر منځ پياوړې همږغي موجوده ده، چي هغه په افغانستان کي پر سولي او امنيتي مسايلو ټينګار او په دغه هيواد کي د ټولنيز او اقتصادي پر مختګ له پاره مشترکي هلي ځلي دي. اوس موږ د خپلو نړيوالو ملګرو سره پر دې مسلې توافق لرو، چي د راتلونکو لسو کلونو له پاره هغوئ د افغانستان سره خپلي ټينګي ملګرتيا ته ادامه ورکړي ترڅو دغه هيواد پرخپلو پښو ودريږي.

دويچه ويله: لکه څنګه چي ويل کيده، چي د بن په کنفرانس کي به د افغانستان د سولي پر بهير هم خبري وسي، ايا دغه موضوع په کنفرانس کي مطرح کيږي؟

ډاکترسپنتا: د بن په کنفرانس کي د سولي پر پروسي خبري کيږي. دا زموږ او نړيوالي ټولني يو مشترک پرنسيپ دئ. موږ په دې نظر يوو، چي يوازي پوځي هلي ځلي د افغانستان د ستونزي د حل له پاره کافي نه دي، او په اصولي ډول موږ حاضر يو چي د هر هغه افغان سره کار وکړو، چي خپله وسله پر ځمکه کښېږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني. د دغه دعوت ږغ د افغانستان د خلکو، د دغه هيواد د دولت او د نړيوالي ټولني لخوا نن هم پر مخالفيونو جاري دئ او موږ پر دغو اصلو اوس هم ولاړ يو.

دويچه ويله:د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه ګډون به په دغه کنفرانس کي د سولي پر موضوع بحث تر سوال لاندي را نه ولي؟

ډاکټر سپنتا: بېله کومه شکه، چي پاکستان کولای شي پر دغي موضوع باندي مثبته اغيزه ولري، خو زموږ سره ۱۰۱ نور هيوادونه او نړيوال سازمانونه ملګري دي. دا د پاکستان له پاره يو تاريخي چانس وو، چي د خپل ګاونډي هيواد سره ملګری شي، او د افغانستان او سيمي د سولي د ثبات له پاره خبري وکړي او له افغانستان سره د خپلو همکاريو بنسټ بياوړی کړي. خو متاسفانه پاکستاني خويندو او وروڼو له دغه فرصت څخه استفاده ونه کړه.

دويچه ويله:داس يويل کيږي چي بن ته د طالبانو استازي هم راغلي او دلته له دوئ سره د پردې تر شا خبري رواني دي.

ډاکټر سپنتا: نه متاسفانه داسي نه ده. موږد طالبانو او د هغوئ د حقيقي استازو سره خبرو اترو ته حاضر يو. خو دې کنفرانس ته هغوئ نه دي راغلي او دا خبره مطرح هم نه ده.

مرکه کونکی: نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش