1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ډاکتران څرنگه د انسان سن معلوموي؟

۱۳۹۶ دی ۱۹, سه‌شنبه

ډاکتران او سياستوال په دې اړه تاوده بحثونه کوي چې آيا دا د توجيه وړ ده چې د طب له لارې د هغو کسانو سن معلوم کړل شي چې د هويت اسناد نه لري. خو زموږ د سن په اړه د طبي لارو ترلاسه شوي معلومات څومره دقيق وي؟

https://p.dw.com/p/2qXtk
Infografik Skelettreife Hand DEU
د لاس د هډوکو وده

د ودې او سن له زياتيدو سره د انسان بدن وار د واره  بدلون مومي. دا بدلونونه په ځانگړي توگه په ماشومتوب کې ډير ښکاره او څرگند وي. بلوغ ته تر رسيدو وروسته دغه بدلونه ډير ښکاره نه وي. د يوه بالغ انسان بدن ډير ورو بدلون کوي او داسې چې څوک ورته ژر نه متوجه کیږي. همدا ده چې بلوغ ته تر رسیدو وروسته د ډاکترانو له خوا د سن په دقيقه توگه معلومول ستونزمنيږي او په اړه يې د نظر اختلافونه زياتيږي.

خو ډير داسي پړاونه شته چې په مرسته یې ډاکتران کولای شي د يوه انسان عمر معلوم کړي. خو دا ټول يوازي اټکلونه وي، ځکه ټول انسانان په ورته وخت کې نه زړيږي.

کله نا کله ځيني ناروغۍ هم په دې رول لري. دا د انسان پر روحي او يا هم جسمي زړښت او پوخوالي اغيز درلودلای شي. دې ته په کتو سره کله چې يو ډاکتر دغه ډول يوه معاينه کوي، نو ډيرو اړخونو ته بايد پاملرنه وکړي: شخصيت، احساساتي او رواني پرمختگ، د هډوکو او غاښونو وده او ابتدايي جنسي ځانگړتياوې.

له جدولونو سره د هډوکو د ودې مقايسه

تر ۱۷ کلنې پوري د انسانانو د سن يو نسبتاً څرگند شاخص د ورغوي د هډوکو او همدا راز د لاس د نورو هډوکو وده او يو له بل سره فاصله ده. په داسې حال کې چې د يوه تازه زيږيدلي ماشوم د ورغوي هډوکو هیڅ نه معلوميږي، د يوه «بالغ» د ورغوي ټول اته سره هډوکي او مړوند بشپړ وي.

کله چې د لاس ټول هډوکي تکميل شي نو ترمنځ یې فاصله کمه وي او يو بل ته جوخت وي. همدا راز د گوتو د هډوکو او بندونو ترمنځ فاصله کميږي.

خو له دې لارې هم په دقيقه توگه د سن معلومول امکان نه لري. د بدن د ودې بهير په عمومي توگه په هلکانو کې د ۱۶ او ۱۸ کلنو ترمنځ او په نجونو کې د ۱۵ او ۱۷ کلنو ترمنځ پای ته رسيږي.

کله چې د مړوندونه نه وي تکميل شوي نو يو ډاکتر بيا په ډاډه زړه ويلای شي چې دغه هلک يا نجلۍ تر اوسه بالغه نه ده او يا اوس بالغه شوې ده، معنا دا چې ۱۸ ته نه دی رسيدلې او يا رسيدلې ده. خو بل پلوه بيا داسې هم کيدلای شي چې د لاس هډوکي د اغیزمن تن د ۱۸ کلنې عمر ته تر رسيدو د مخه تکميل شوي وي.

باتجربه ډاکتران بيا کولای شي د دې ميتود له لاري د يوه انسان سن اټکل کړي چې ښايي دوه يا درې کاله وړاندي يا وروسته وي.

همدا راز د اوږې او ټټر هډوکي هم د انسان د سن په اړه معلومات ورکوي. د دې دواړو هډوکو ترمنځ د فاصلې څخه دغه معلومات ترلاسه کيدلای شي. د مثال په توگه دغه هډوکي د ۲۰ او ۲۴ کلنې ترمنځ سره نښلي.

غاښونه هم ډير څه وايي

د مړوند، ټټر او اوږې د هډوکو په څير غاښونه هم د انسان د سن په اړه ډير څه وايي. په ماشومانو کې دا پرمختگ ډير ښه مشاهده کيدلای شي: د شيدو له غاښو بيا تر پوره زامي پوري.

Röntgenaufnahme eines Gebisses
انځور: picture-alliance/BSIP/AJ PHOTO

کله چې د سن او يا بلوغ خبره وي نو ډاکتران په ځانگړي توگه د عقل د غاښونو جوړښت ته گوري. همدا راز د عمر په تيريدو سره په غاښونو کې د منرالونو کچه هم بدليږي. دا بيا د غاښونو پر شفافيت اغيز کوي. خو دا بيا تر ډيره په خوراک پوري اړه هم اړه لري.

جنسي وده

د ماشومانو په خټه بريتانوي ډاکتر جيمز ايم ترنر په ۱۹۶۰م کال کې د انسانانو د سن معلومولو له پاره د ماشومانو او ځوانانو فزيکي وده د اساس په توگه ونيوله. د هډوکو د ودې د مفصلو نوملړونو ترڅنگ هغه د لومړيو جنسي ځانگړتياو، د مثال په توگه تيو، تناسلي آلې او د بدن ويښتانو مطالعه هم وکړه.

د دې څيړنو پر بسټ ترنر، د ودي له بهير څخه نيولې تر بلوغ پوري پنځه پړاونه په گوته کړل. ډاکتران کولای شي د دې مرحلو له لاري د يوه انسان سن وټاکي. خو دغه پړاونه هم د يوه انسان د سن په اړه دقيق معلومات نه شي ورکولای، ځکه ټول انسانان په ورته وخت کې د پوخوالي اړوندو مرحلو ته نه رسیږي.

ډي اين ای څه وايي؟

په ۲۰۱۰م کال کې هالنډي څيړونکو يو ميتود کشف کړ چې پر مټ یې د انسانانو سن د وينې د معاينې له لارې معلوميدلای شي. خو دا ميتود د انسان د بدن د ودې په هلکه د ذکر شويو ټولو لارو غير دقيق دی.

ساينس پوهان DNA د داسې ټوټو په اصطلاح  sj-TRECs  په لټه کې دي چې د مدافع سسټم جانبي محصولات دي. دا چې دغه مواد د سن په زياتيدو سره کميږي، نو امکان لري چې له لاري يې چې کله سړی د وينې ډيري او کافي معاينې وکړي، تر شل کلنۍ پوري د انسان سن په دقيقه توگه معلوم کړي.

DW(B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: