1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له پاکستان سره خپل اقتصادي دهلېز افغانستان ته غځوي

۱۳۹۶ دی ۵, سه‌شنبه

د چین د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې پيکينگ او اسلام آباد به په پاکستان کې د ۵۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت اقتصادي دهلېز افغانستان ته هم وغځوي. دا له اسیا او اروپا سره د چین د نښلېدو د پلان برخه ده.

https://p.dw.com/p/2pwXn
Pakistan | China und Pakistan starten ihre Handelsroute
انځور: picture-alliance/AA

چین هڅه کوي چې ځان په داسې یوه موقف کې وساتي چې د کابل او اسلام آباد تر منځ د خبرو اترو منځګړتوب وکړای شي. د دواړو هیوادونو اړیکې په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې ډیري خړي پړي شوي دي.

افغانستان پر پاکستان باندي تور لگوي چې د وسله والو مخالفانو ملاتړ يې کوي او ادعا کوي چې اسلام آباد دغه کار په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ محدودولو په موخه کوي. پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او تل ټینګار کوي چې د یوه آرام او باثباته افغانستان غوښتونکی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې، د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر لومړي غونډې وروسته وویل چې هیواد یې هیله لري چې ټوله سیمه به له دغه اقتصادي دهلیز څخه ګټه واخلي او دا چې هغه به د سیمې له ونډې سره مرسته وکړي. وانګ، خبریالانو ته دا هم وویل چې افغانستان پرمختیا او د خلکو د ژوند ښه کولو ته بیړنۍ اړتیا او د هیوادونو د پيوند له پروژو سره لیوالتیا لري.

د وانګ په خبره افغانستان او پاکستان موافقه کړې ده چې خپلې اړیکې ښې کړي. هغه زیاته کړه: «نو چین او پاکستان علاقه لري چې دې موضوع ته له افغانستان سره په ګډه وګوري چې له مناسبو امکاناتو څخه په استفادې سره د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته وغځیږي. دا کار به د ټولو اړخو د ګټو د په پام کې نیولو، د دواړو اړخونو د گډو اصولو پراساس او له مناسبو امکاناتو څخه په استفادې سره وشي.»

دا چې دغه کار څرنګه ترسره کیدای شي، وانګ ټینګار وکړ چې درې واړه هیوادونه اړ دي چې د وخت له تیریدو سره د نظر اتفاق ته ورسیږي او په لومړي سر کې اسانه او وړوکې پروژې په ګډه عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، ټینګار وکړ چې چین او پاکستان ورونه دي، خو په خپلو خبرو کې په مستقیمه توګه افغانستان ته د اقتصادي دهلېز د غځیدو په برخه کې د افغانستان نوم وا نه خیست.

د پاکستان لويه لار

هغه وویل: «په بریاليتوب سره د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژې پلي کول به له افغانستان، ایران مرکزي او ختیځې اسیا په ګډون ګاوندیو هیوادو سره د ورته پروژو د پلي کولو له لاري، د پيوند او همکاري د پیاوړي کیدو یوه ښه بیلګه وي.»

چین غواړي د پاکستان او افغانستان تر منځ منځګړتوب وکړي، ځکه په اسیا کې د ترهګري ډلي داعش د پراختيا په اړه اندیښنه لري. له همدې کبله دغه هیواد پر کابل او اسلام آباد باندې فشارونه راوړي چې له چین سره خپلې سرحدي سیمي وساتي او له طالبانو سره د سولې یو تړون رامنځ ته کړي.

وانګ، ټینګار وکړ چې هیواد یې په بشپړه توګه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو ملاتړ کوي او د خبرو د ترسره کیدو له پاره د لازمو امکاناتو برابرولو ته چمتو دی.

چین غواړي د «کمربند او واټونو» پلان له ترسره کولو د اوس وخت د وریښمو لار جوړه کړي او په دې ترتیب سره خپل اقتصاد د سویل ختیځې او مرکزي اسیا له هیوادونو سره د ځمکې او د منځني ختیځ او اروپا له اقتصادونو سره د اوبو له لاري په لا ښه توګه پيوند کړي.