1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د تاجیکستان او افغانستان پر پوله پوستې او کټارې جوړوي

۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبه

چین پلان لري چې د تاجیکي سرتیرو له پاره د تاجیکستان او افغانستان پر پوله کټارې ودوروي او څو پوستې جوړې کړي. د تاجیکستان حکومت ویلي دي چې له دې کاره یې هدف د تاجیکستان د دفاعې وړتیاو لوړول دي.

https://p.dw.com/p/2QbJY
Grenze Tadschikistan Aghanistan
انځور: DW/G. Faskhutdinov

د افغانستان او تاجیکستان تر منځ ۱۳۴۵ کیلومتره پوله، ډیر وخت د امنيتي ځواکونو او مخدره مواد د قاچاق وړونکو د نښتو شاهده وي. په دې سیمه کې ځینې وختونه یاغیان هم سرونه راپورته کوي.

په کندز ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو ډیریدل هم د دې پریکړې یو بل لامل ښول شوی دی.

د تاجیکستان د هغې لویې لارې ډیره برخه چې چین له تاجیکستان سره نښلوي هم له همدې سرحدي سیمې څخه تیریږي. په دې سیمه کې وسله والو کسانو څو تنه تاجیک کارکوونکي چې د دغې لویې لارې ساتنه یې کوله، برمته کړي دي.

د دوشنبې په ورځ په یوه خپور شوي فرمان کې د تاجیکستان حکومت د «دولت د ملي امنیت کمیټې» ته لارښوونه کړې ده چې له چین سره یو تړون لاسلیک کړي، څو د پولې پر سر د سرحدي ځواکونو له پاره د روزنې مرکزونه او پولستې جوړي کړي.

چین هر کال تاجیکستان ته د ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات لري. دې هیواد د همدې کال په سر کې له افغانستان سره د تاجیکستان پر پوله یوه پوسته جوړه کړه.

روسیې تر ۲۰۰۵م کاله پورې د تاجیکستان او افغانستان په پر پوله خپل یو شمیر سرتیري ځای پر ځای کړي ول. تر ۲۰۰۵م کال وروسته بیا دغه سرتیري د پولې په ۴۲ کیلومتري کې پروت ښار کولاب ته ولیږدول شول. خو مسکو د تیر کال په دسمبر میاشت کې خپل دغه سرتیرې د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته انتقال کړل.