1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د کیم جونګ اون سفر تائید شو

۱۳۹۷ فروردین ۸, چهارشنبه

چینايي او د جنوبي کوریا دولتي رسنیو تائید کړې چې کیم جونګ اون په پیکینګ کې له خپل چینايي سیال سره لیدلي دي. په دې کتنه کې کیم ولسمشر شي ته ویلي چې د هغه رژیم «له امریکا سره تر خبرو مخکې» اتومي بې وسلې کیدو ته ژمن دی.

https://p.dw.com/p/2v6Us
Peking China Nordkorea Gespräche Xi Jinping Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/Xinhua/J. Peng

د چین دولتي رسنۍ شینهوا، رپوټ ورکړی دی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په یوه نا اعلان شوي سفر چین ته رسیدلې وو. په دې توګه د څو ورځو راهیسې هغو ګونګوسو ته د پای ټکی کیښودل شو چې ګواکې کیم د یکشنبې په ورځ د یوه اورګاډي په واسطه چین ته خپل رسمي سفر پیل کړی.

دغه لیدنه کتنه چې د یکشنبې له ورځې، تر چهارشنبې پورې یې دوام وکړ، په ۲۰۱۱م کال کې واک ته د رسیدو وروسته د کیم داسې لومړی بهرنۍ سفر دی چې په هکله یې معلومات ورکول کیږي.

د دې کتنې پرمهال د چین په پلازمینه پیکینګ کې کیم له خپل چینايي سیال ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې کړي. ولسمشر شي د کیم او د هغه د میرمنې ري سول جو د هرکلي له پاره ځانګړې میلمستیا هم برابره کړې وه.

د خبرو بریالیتوب

کیم د میلمستیا له پیل څخه وړاندې وویل: «ما له عمومي منشي [د چین کمونست ګوند] شي جین پینګ سره د دواړو اړخونو او هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ، داخلي وضعیت، د کوریا په ټاپو وزمه کې د سولې او امنیت د تأمین او ګڼ شمیر نورو مسائیلو په هکله بریالۍ خبرې درلودې.»

کیم د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل چې د کوریا په ټاپو وزمه کې ترینګلتیا په «چټکۍ سره د پرمختګ» په حال کې وه او په دې توګه ما احساس وکړ چې د اخلاقي مسوولیت او د ملګرتیا له امله په شخصي توګه ولسمشر شي [د وضعیت په هکله] خبر کړم.»

Spekulationen über Geheimbesuch von Kim Jong Un in Peking
انځور: picture-alliance/AP/M. Schiefelbein

په عین وخت کې د شمالي کوریا دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې کیم خپل چینايي سیال شي ته شمالي کوریا ته د ورتګ بلنه ورکړې. رپوټ زیاتوي چې ولسمشر شي دغه غوښتنه په خورا درناوي قبوله کړې.

اتومي بې وسلې کیدو ته ژمنتیا

د چین د دولتي خبري آژانس شینهوا، په حواله د شمالي کوریا مشر کیم ولسمشر شي ته ویلي چې د هغه رژیم «اتومي بې وسلې کیدا ته ژمن دی.» کیم ویلي: «په هغه صورت کې چې جنوبي کوریا او متحده ایالات له ښه نیته زموږ هڅو ته ځواب ورکړي او د پرمختګ او ګډو اقداماتو پرمټ د سولې او ثبات له پاره فضا رامنځ ته کړي، د کوریا د ټاپو وزمې د اتومي بې وسلې کیدو مسئله حلیدی شي.»

چین د پیونګ یانګ تر ټولو نزدې متحد دی خو د دواړو هیوادونو اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې کله چې پیکینګ د شمالي کوریا د توغنیدو د ازموینو په ځواب کې د ملګرو ملتونو له بندیزونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

China Peking - Xi Jinping und Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/F. Dufour

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د چین حکومت د سه شنبې په ورځ امریکايي چارواکو ته د کیم د سفر په هکله معلومات ورکړي دي. بل لوري ته د جنوبي کوریا د ولسمشر له دفتر څخه یوه چارواکي ویلي دي چې سیول د پنجشنبې په ورځ له چین څخه د کیم د سفر په هکله د تفصیلي معلوماتو په تمه دی. د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې هم ویلي دي چې ټوکیو هم له چین څخه د دې سفر په هکله د تفصیلي معلوماتو انتظار لري.

بل لوري ته ټاکل شوې چې د اپریل میاشتې په ترڅ کې د کیم او د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جای ان ترمنځ د ملاقات په هکله به د مارچ میاشتې په ۲۹ نیټه د شمالي او جنوبي کوریا چارواکي هم وویني.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم، زموږ له آرشیف څخه: