1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين پاکستان ته نوري 50 جيټ الوتکی ورکوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

په داسي حال کي چي په پاکستان د اسامه بن لادن د وژلو وروسته د اسلام اباد اوواشنګتن اړيکي خړي پړي پاتي دي، پاکستان هڅه کوي چي له خپل ګاوندي هيواد چين سره خپلي تجارتي او پوځي همکاري پراخي کړي

https://p.dw.com/p/11KWO
د چین او پاکستان صدراعظمان
د چین او پاکستان صدراعظمانانځور: picture alliance/dpa

د وال سټريټ ژورنال په خپل يو رپوټ کي ويلي دي چي چين موافقه کړي چي پاکستان ته د 50 جټ الوتکو د ورکولو پروسه چټکه کړي. د دغو دواړو هيوادونو د همکاري دغه نوي پرمختګ وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي له امريکا سره پاکستان اړيکي د خړ پړتيا په حال کي پاتي دي. اسلام آباد او پيکنګ غواړي چي وروسته اوس له دي د خپل منحني همکارو اړيکي نوري هم ژورکړي.

د امريکايي پوځيانو لخوا اسلام آباد ته څيرمه د ايبټ آباد په ښار کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د پاکستان د تروريزم پر ضد جګړه کي د نږدي ملګري او لوي مرسته ورکوونکو هيواد امريکا سره اړيکي ترينګلي شوي دي.

دي حقيقت ته په کتو سره چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن ترڅو کلونو اوسيدني او موندني وروسته په واشنګټن کي خلک دي ته وهڅول چي پاکستان سره د ملياردونو ډالرو مرستو ورکولو ته دي د سره کتنه وشي.

پداسي حال کي چي د واشنکټن فشارونو پر پاکستان ډيريږي، د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني خپل ګاوندي او «دوست هيواد» چين ته مخ واړه چين په پاکستان بلد ډيري وسلو خرڅونکو هيواد دي. چين ته د ګيلاني دري ورځني سفر د جمعي په ورځ پاي ته ورسيد

وال سټريټ ژورنال د رپوټ له مخي چي د پاکستان د هوايي قواو د يو لوړپوړي وياند له خولي چي له ګيلاني سره د سفر ملګرتيا کوي ، دغه په ګډه توګه جوړي شويJF-17 ډوله جيټ الوتکي د هغو يو شمير نورو الوتکو سر بيره دي چي همدا اسو په پاکستان کي سره تړل کيږي.

دغي وياند چي نوم يي نه دي بربنډ شوي د نورو جزيياتو د ورکولو پرته وويل : « مونږ ته د هغه نورو جيټ الوتکو سربيره نوري 50 الوتکي راکول کيږي، دا هغه څه دي چي په پيکنګ کي پري موافقه شوي. او د دي پروسي کار به ګړندي کړي شي.»

د پاکستاني او چينايي چارواکو له خوا د دي نويمعاملي په اړه سمدلاسه نور جزييات بربنډ شوي نه دي. د JF-17 جيټ الوتکو دغه پروګرام په 1999 م کال کي پيل شو او مقصد يي دا ؤ چي د جنګي الوتکو په را نيولو کي پاکستان ډير زيات د لويديځ هيوادونو کمپنيو ته اړ پاتي نه شي

دغه جيټ الوتکي يو ماشينه جنګي الوتکي دي چي يوه الوتکه يي شاوخوا 15 ميلونه ډالر بيه لري. د پاکستان هوايي قواوو د دغه پروګرام په ترڅ کي د 150 الوتکو د را نيولو غوښتنه کړي وه خو اوس ښايي چي دغه تعداد 250 ته لوړ کړاي شي.

پاکستان په 2010 م کال کي د JF-17 جيټ الوتکو لمړي ډلګي په 14 الوتکو مجهز کړي.

د چين او پاکستان د اوږدي مودي نږدي اړيکي د دګاونډي هيواد، هند، په وړاندي د هغوي د ګډو انديښنو او په عين وخت کي د هغوي د هغي غوښتني ويندويي کوي چي په سيمه کي د امرکيا متحده ايالاتو د نفوذ د خپريدو مخه ونيسي.

د چين صدر اعظم ګيلاني ته د چهار شنبه په ورځ د چين له خوا « د غم او ښادي ملګرتاي» ډاډ ورکړ او وويل چي پاکستان د ترهګري پر ضد نړيواله جګړه کي ډيري قرباني ورکړي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: