1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

چارواکي: په فراه کې ۵۰ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

د فراه چارواکي وايي چې د دې ولايت په بیلابیلو سیمو کې تیره شپه ۳۵ افغان ځواکونه وژل شوي ۱۵ ټپیان او پنځه اسیران شوي دي او یوه اندازه وسلې او زغروال موټر وسله والو طالبانو نيولي دي.

https://p.dw.com/p/2xW8S
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: Reuters/A. Malik

د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختور د جمعې په ورځ دویچه ویله ته وویل: «تیره شپه دولس نیمې بجې وسله والو طالبانو د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د فراه - رود سیمې په دوراهۍ کې د عامه نظم د پولیسو پر یوې قرارګاه چې په دې نیږدې ورځو کې هلته ځاې پر ځاې شوې وه برید کړی او په قرار ګاه کې میشت ۲۳ کسه پوليس وژلي، پنځه تنه يې له ځان سره بېولي او درې پولیس ټپیان شوي دي.»

د بختور په خبره په دې حمله کې طالبانو د عامه نظم پولیسو شپږ ټانګونه سوځلې او دوه انترنشنل زغروال موټر یې له ځانونو سره بېولي دي.

د ولایتي شورا د مشر په خبره، نن سهار د فراه په چکاو سیمه او جوین ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمینځ سختي نښتي شوي دي چې د تلفاتو معلومات یې تر اوسه نه شته.

بختور دغه راز وويل چې د دغه ولايت په روج سیمه کې پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

خو د فراه ولايت امنيتي مسئولان بيا بل د تلفاتو شمېر لږ ښوولی دی.

د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق شیرزاد وايي چې د روج په سیمه کې طالبانو یوولس افغان پولیس وژلي او دی خپله سهار وختي سیمي ته رسیدلی او هلته درنې نښتي رواني دي.

که څه هم په لمړي سر کې د فراه د والي ویاند او د دې ولایت امنیه قومندان تر ډیره د رسنیو له پاره معلومات شریک نه کړل، خو وروسته د فراه ولایت مقام په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې تیره شپه طالبانو د فراه د بالابلوک، فراه رود، جوین، پشترود او شیوان پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې پکښې ۱۵ افغان ځواکونه وژل شوې او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، دا جزیات نهايي نه دې او ممکن پکښې بدلون راشي، خو دا هغه څه دې چې تر دمګړی دوې ته رسیدلي دي.

خو د هرات ولايت د عامه نظم په قومندانۍ کې سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته په فراه کي د دوی اړوند ۲۳ پولیسو د وژل کیدو خبر تائید کړ.

سرچیني وايي، له وړاندي لا اړونده ادارو ته د طالبانو د برید په اړه معلومات ورکړل شوي ول او د مرستي غوښتنه شوې وه، خو داچې پوځي مرستي دوی ته ونه رسېدلې تلفات زیات شول.

د فراه رود اوسیدونکي او قومي مشر حاجې باران دويچه ويله ته د تليفون له لاري وويل: «تیره شپه طالبانو د فراه ردود په درواهۍ کې د شپې ۱۲ بجې پر عامه نظم پولیسو برید پیل کړ او د شپې تر درو بجو پورې یې د پولیسو قرارګاه ونیوله.»

د هغه په خبره جګړه ډیره شدیده وه او درنې وسلې پکښې کاریدلې. په دې بريدونو کي د وسله والو طالبانو د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري هيچا څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي دي چې په فراه کې یې ډيري پوستي سقوط کړي دي او له افغان امنيتي ځواکونو څخه يې ډيري وسلي او مهمات نیولي دي.