چارواکي: په غزني کې د طالبانو برید نهه امنیتي ځواکونه وژلي
۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبهد غزني د ولایتي شورا یوه غړي نصیر احمد فقیري، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په خوږیاڼي ولسوالۍ کې پرته د پولیسو دغه پوسته د طالبانو د برید له کبله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. د ولایتي شورا دغه غړي روښانه کړې ده چې طالبانو په دې برید کې له درنو وسلو څخه کار اخیستی دی.
د غزني د ولایت شورا بلې غړې غزیزې معصوم، هم په برید کې پولیسو ته د رسیدلې مرګژوبلې کچه تایید کړې ده او ویلي يې دي چې طالبانو د غزني ولایت د مرکز په ګډون په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو پر پوستو باندې بریدونه کړي دي.
میرمن معصوم ویلي دي چې پولیسو دغه برید پر شا تنبولی دی او دا چې په نښتو کې طالبانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده. د یکشنبې په ورځ هم په کندز او زابل ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۱۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ول.
په وروستیو وختونو کې طالبانو د شپې له خوا د افغان امنیتي ځواکونو پر پولستو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د شنبې په ورځ هم په غزني ولایت کې د پولیسو پر پوستو باندې د طالبانو بریدونو نهه افغان امنیتي ځواکونو وژلي ول.
زموږ له ارشیف څخه: