1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: لادرکه شوي المانان تښتول شوي

۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل: دوي باور کوې چې څو ورځې وړاندې د کابل په شمال کې لا درکه شوي المانان د اورپکو له خوا تښتول شوي دي.

https://p.dw.com/p/12PEU
د سالنگ تونل
د سالنگ تونلانځور: picture-alliance/dpa

دغه دوه تنه الماني وگړي تقریبا دوه اوني وړاندې سالنگ ته څیرمه د هندوکش غرونو ته تر ختلو وروسته لا درکه شوي ول.

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله چی  تیر اونی یې د دو آلمانی اتباعو د لادرکه کیدو پخلی کړی ؤ، وویل « داسی نښنی نښانی شته چی ښایی هغوی تښتول شوی وی.»

خو د پروان د امنیه قوماندان، شیر احمد ملداني، وایې چې د څو ورځو جدي څیړونو وروسته ځایي چارواکي د هغه دوو تنو د لادرکه کیدو په اړه اوس یو روښانه انځور لري چې څه پیښ شوي.

هغه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: « مونږه پوهیږو چې هغوي د اورپکو له خوا برمته شوي دي. زه تاسو ته په دې اړه نور تفصیلات نه شم در کولی، خو په نږدې وخت کې به تاسو ته نور معلومات درکړم.»

د دغه دوو کسانو د تښتولو یا برمته کولو پړه کومي ډلی لا تر اوسه پر غاړه نه ده اخیستي، خو په تیرو څو کلونو کې بهرني اتباع برمته شوي او زیاتره وخت د پیسو په بدل کې بیرته روغ رمټ را خوشي شوي دي.

په عینې وخت کې د افغانستان د څارگرې ادارې یو بل لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغوي د یوې وسله والي ډلې له خوا تښتول شوي.

دغه چارواکي ادعا کړې چې په کندز کې میشت الماني پوځ د تښتونکو سره اړیکه نیولي او دغو الماني سرتیرو د هغوي په لټون کې برخه هم درلوده.

په عاجله توگه په افغانستان کې میشت د المان د پوځ په دې اړه لا کوم نظر نه دی څرگند کړای.

دغه افغان چارواکي زیاته کړې چې برمته شوي کسان « د یوه کلي څخه بل کلي او د یو ځاې څخه بل ځایې ته انتقالیږي.»

هغه زیاتوي: « یو وخت مونږه د هغوي خلاصي ته بیخي نږدي شوي وو، خو کله چې مونږ دغه سیمي ته ورسیدو، هغوي تر مونږ دمخه بل چیرې انتقال شوي وو.»

د المان پوځ په افغانستان کې د بهرني پوځونو دریمه لویه برخه تشکیلوي. اوس مهال په افغانستان کې شاو خوا 5400 الماني سرتیري په دندو بوخت دي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم