شخړي
چارواکي: طالبانو څلور پولیس وژلي؛ په کابل کي توغندي لګیدلي
۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبهاعلان
د غزني د پولیسو قوماندان محمد زمان، ویلي دي چې یاغیانو د دوشنبې په ورځ سهار وختي په واخیز ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې باندي برید کړی دی. د دغه افغان چارواکي په حواله په پیښه کې څلور پولیس وژل شوي او دوه تنه نور بیا ټپیان دي.
زمان روښانه کړې ده چې تر برید وروسته په سیمه کې څو ساعته سخته جګړه شوې ده. د غزني د پولیسو قوماندان ادعا کړې ده چې په نښته کې طالبان مات شوي او ورته سخته مرګژوبله اوښتې ده.
له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي پر کابل باندې هم د توغندیو برید شوی دی. د هغه په خبره تر اوسه پورې د دې برید هدف روښانه نه دی.