1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: طالبانو په سيمه ييزو پوليسو کي نفوذ نه دی کړی

۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبه

افغان چارواکو او د ايساف ځواکونو هغه رپوټونه په کلکه رد کړل چي وايي د افغان د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته وسله والو طالبانولاره پيدا کړې ده.

https://p.dw.com/p/13kP7
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقيانځور: DW

په دې وروستيو کي داسي رپوټونه خپاره شوي دي چي گويا په ځينو سيمو کي وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په منځ کي نفوذ کړی دئ او د نا امنيو په ځينو پيښو کي له دغو پوليسو څخه کاراخلي.

تر دې وړاندي افغان سيمه ييز پوليس له بشري حقونو څخه په سرغړونو، بې نظميو او له خلکو سره په ناوړه چلند تورن شوي ول.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، د دوشنبې په ورځ په دې اړه ټول خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه وبلل:

«دښمنان نه شي کولای چي محلي پوليسو ته لاره پيدا کړي او يا هم له هغوی سره اړيکي ټينګي کړي. برعکس محلي پوليس د طالبانو په وړاندي يو ډير لوی قوت او خنډ دئ.»

د صديقي په وينا سيمه ييز پوليس د ليري پرتو سيمو د امنيت ساتلو له پاره ګټور ثابت شوي دي.

په همدې حال کي بيا د آيساف ځواکونو وياند کريستان ياکوبسن، هم د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته د طالبانو د لارموندلو په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي دي. ياکوبسن وويل چي سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت تر کلکي څارني لاندي دي.

هغه زياته کړه چي سيمه ييزو پوليسو اوس د افغانستان د ډيرو برخو امنيت په ښه ډول ټينګ کړی دئ.

د ياکوبسن په خبره د افغانستان په ځينو سيمو کي يو شمېر نا قانونه وسله وال کسان د عامو خلکو ژوند ګواښي چي پړه ئې بيا پر سيمه ييزو پوليسو اچول کيږي.

دا په داسي حال کي ده چي د امنيتي او پوځي چارو يو شمير کارپوهان په افغانستان کي د سيمه ييزو پوليسو له جوړښت سره مخالف دي او وايي چي د دې پوليسو پر ځای بايد د ملي پوليسو ليکي پياوړي شوي وای.

د پوځي چارو شنوونکی، جنرال عتيق الله امرخيل، په دې اړه دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي سيمه ييز پوليس په هيواد کي د هغو خپل سره ملېشو او جنګسالارانو ياد تازه کوي چي په تيرو درو لسيزو کښي ئې له زيات شمېر بې ګناه افغانانو څخه د هغوی شتمنۍ او ان د هغوی ژوند اخيستی دئ.

«ترکومه ځايه چي موږ په دې اړه معلومات لرو، اکثره د دوی دغه پوستې چي جوړي شوي دي طالبانو ته ئې خبر ورکړی دئ چي تاسو به په موږ غرض نه کوي او موږ به په تاسو کار نه لرو، د دوی په ليکو کښي د طالبانو ځای پر ځای کيدل دومره ستونزمن کار نه دئ، ځکه دا د پيسو خلک دي او د پيسو په مقابل کي دلته راغلي دي.»

ويل کيږي چي دا مهال شاوخوا ۱۱ زره سيمه ييز پوليس د افغانستان په ۵۷ ولسواليو کي فعاليت کوي.

د آيساف چارواکي وايي ددغو پوليسو شمير به په نزدې راتلونکي کي۳۰ زرو ته ورسوي.

افغان سيمه ييز پوليس د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا جوړ او له شاخوا يو کال راهيسي دغه ځواکونه روزل کيږي.

اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل