1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«د روغتون کارکوونکو له برید کوونکو سره مرسته نه ده کړې»

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال جنرال حلال الدین حلال، ویلي چې داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي د سردار محمد داود خان کارکوونکو له برید کوونکو سره مرسته کړې وه. خو بیا هم ۲۵ تنه د دې برید په تړاو نیول شوي.

https://p.dw.com/p/2ZBi6
Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

جنرال حلال الدین حلال، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ داسې شواهد نه لرو چې وښيي له برید کوونکو سره له د ننه مرسته شوې وه.»

هغه زیاته کړه: «برید کوونکي د یوه کرولا موټر په واسطه روغتون ته ننوتې وو. یوه یې ځان والوځوه او څلور نور بیا روغتون ته ننوتل.»

دغه افغان چارواکي روښانه کړه چې د سردار محمد دواود خان د روغتون ۲۴ کارکوونکي په خپله دنده کې د غفلت په تور نیول شوي دي او ورڅخه څیړنې روانې دي.

حلال وویل چې پر روغتون باندې په برید کې ۵۰ کسان وژل شو‎ي دي خو یو شمیر نورو سرچینو بیا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په برید کې تر سلو پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د پارلمان غړو د سردار محمد داود خان پر روغتون تر برید وروسته، د دفاع د وزیر د ګوښه کیدو غوښتنه کړې وه.

پر روغتون باندې د برید پړه د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې دلې پر غاړه اخیستې ده.