1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: لا ډیر افغانان د هیواد د راتلونکې په اړه بدبینه دي

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

د يوې نوي خپرې شوي څېړني له مخي، افغانان په مخ پر زیاتیدونکې ډول د خپلې راتلونکې په اړه بدبینه دي. د دغي بدبینې سبب امنیتي وضعیت، اداري فساد او بېکارۍ ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2TsOk
Afghanistan - Land und Leute
انځور: dapd

د اسیا بنسټ له خوا په کلنۍ ترسره کیدونکي څېړنه کې راغلي دي چې ۶۵،۹ سروي شوي افغانان په دې نظر دي چې هیواد یې پر سم لوری نه دی روان. دغه سلنه تیر کال ۵۷.۵ سلنه وه.

۲۹.۳ سنله افغانانو بیا ویلي دي چې هیواد یې پر سم لوري روان دی. په ۲۰۱۵م کال کې په همدې څېړنه کې ۳۶.۷ سنله افغانانو ویلي ول چې هیواد یې پر سم لوري روان دی. د اسیا بنسټ د افغانستان په اړه خپله کلنۍ څیړنه په ۲۰۰۴م کال کې پیل کړه.

څیړنه دا هم ښيي چې افغانان په ۲۰۱۶م کال کې د تیر کال په پرتله د خپل هیواد له اقتصاد څخه لا ډیر ناراضه دي.

د اسیا بنسټ د خپل رپوټ له پاره له ۱۲۶۵۸ افغانانو څخه د اګست له ۳۱مې نیټې څخه بیا د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې په ۳۴ ولایتونو کې پوښتني کړې دي. د دغې نظر پوښتنې پایلې په کابل کې د چهارشنبې په ورځ خبري شوي دي.

سروې ښيي چې افغانان په ۲۰۱۶م کال کې تر بل هر کال ډیر د خپل هیواد په اړه بدبینه شوي. د اسیا بنسټ په حواله دغه بد بینې په خراب امنیتي وضعیت، خراب اقتصاد او د حکومت په لږو لاس ته راوړنو کې ریښې لري.

افغانستان تر۲۰۱۴م کال وروسته له سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره په دغه هيواد کې په زرونو کارځايونه له منځه ولاړل، طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او افغانستان له یوه سخت ناورین سره مخامخ شو.

په افغانستان کې د اسیا بنسټ استازي عبدالله احمدزي، ویلي دي: «سږنۍ څېړنه له حکومت، د کار له بازار او له کورني اقتصاد څخه د افغانانو نارضایتي ښيي.»

هغه زیاته کړې ده چې اوس هم په افغانستان کې امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال د جریان په حال کې دی او په دې برخو کې پرمختګ ډېر وخت غواړي.

نور مطالب: