1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: د آلمان د ښونځيو سیستم مهاجر ناکامه کوي

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

يوه نوې څېړنه ښيي چي ځوان مهاجرين ډير کله په هغه ښونځيو کي شاملیږي چې هلته ټولنيزي ستونزي تودې وي. هلته د مسلکي ښونکو کمښت وي. دا چې هغوی سم مدغم شي، بايد د ښونځيو مسولين پرې فکر وکړي.

https://p.dw.com/p/2taSp
Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: picture alliance/dpa/M. Skolimowska

هغه ماشومان او ځوانان چې له کورنیو سره او یا هم يوازي له خپلو اصلي ټاټوبو څخه تيښتې ته مجبوره کیږي دا د دوي له پاره  آسانه نه ده. هغوی د خپل ژوند له چاپيريال څخه چې دوي ترينه تللې او په ولږه، فقر او بیوزلۍ کې ښکيل ول په غوسه او ويره کې وي. د دوی ډيری له مياشتو يا کلونو راهيسي ښونځې ته نه وي تللي، نو پر سيستم برابر ورځنی ژوند د هغوی له پاره پردی وي. د آلمان په ښونځيو کې له ۲۰۱۵م کال راهيسې تر ۱۳۰ زره زيات پناه غوښتونکې ماشومان شامل شوي او بېلابېل امکانات ورته برابر شوي دي: لکه هغه کورسونه چې د منظمو درسونو له پاره جوړ شوي وو او د ژبې زده کړې څخه يې له نږدي څارنه کيدله.

په آلماني ټولنه کې د مهاجرو د مدغم کيدلو مرکز په يوه څيړنه کې ښودل شوي ده چې ډير ژر ښونځي او ښوونکي دې نتيجې ته ورسیدل چې دلته ستونزي زیاتې دي. د (تيچ فیرست) مرکز څخه اجرايوي مدیر یولف ماتیزياک وايې: «موږ نه شو کولی ډاډه اوسو،چې دغه شاګردان دې زموږ له سیستم څخه تير شي.»

د فيلوز په نامه پروګرام له ټولو څخه زیات د مهاجرو زده کونکو سره مرسته کوي تر څو دوي ته د آلمان د تحصيل په سیستم کې د زده کړې له پاره لاره اسانه کړي. د  فيلوز په څيړنه کې چې د آلمان د بادن ورتیمبيرګ، برلین، هامبورګ،هيسن او نورد راين ويستفالن ايالتونو په ۵۶ ښوونځيو کي ترسره شوې ده، هر پوښتل شوي د زده کړې پر مهال خپلې تجربې له څيړونکو سره شریکي کړي دي.

لږ وخت او لږ پوهه

د دغې څيړنې په پايله کې دا جوته شوې ده چې د مهاجرو زده کوونکو ويشل د تحصیل په بهير کي د برياليتوب تر وړاندې اصلي خنډ کيدلاي شي. د دوی ډيری د هغو ښارونو په ښونځيو کې داخله اخلي چې ټولنيزي ستونزي پکښې تودې دي. د مهاجرو او په ټولنه مدغم کيدلو مرکز اجرايوي مدیر او د دغه څيړنې ليکوال سیمون موريس لانګه وايې: «په دغه ډول ښونځيو کې پر ښونکو له دې پرته هم کار زيات دی.»

Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: picture alliance/dpa/Sputnik/I. Zarembo

په اصل کې پر دې پريکړه نه ده شوي چې نوي راغلي کسان به په دغو ښونځيو کې په ښه ډول زده کړه وکړای شي. ښونکي په پوره ډول انرژي او وخت نه لري چې هر يو زده کوونکي ته په جلا ‌ډول وخت ورکړي او د دوي درسې ستونزي حل کړي. دغه ستونزي ډير کله هغه وخت راولاړیږي چې د يو يا دوو کالو د امادګۍ زده کړې پای ته رسوي او مهاجر زده کوونکي د زده کړې په تعليمی نصاب کې شامل شي.

د (تيچ فیرست) څيړونکو دغه حالت څارلی چې ښونکې د امادګۍ په ټولګيو کې په پياوړي ډول يو ځاي کار کوي او يو له بل سره ځاي بدلوي. موریس لانګه زیاتوی: «دغه راز د زده کوونکو د زده کړو وړتيا په نظر کې نيولو سره ورته تدریس کیږي چې دا د درس په قواعديو کې شامل دي.»

په ښونځيو کې ډله ايز کار ته اړتيا

له همدې کبله کومې سپارښتنې چې موریس لانګه کوي، په اصل کې په هغو چارواکو پوري اړه لري چې د خپلو ټولنو او ايالاتونو د ښونځيو له پاره کاری چوکاټ جوړوي. موريس لانګه وايې: «په اوس وخت کې د اوسیدلو ځاي ته د ښونځي نږدي والې چې ماشوم هلته استول کيږي ستر اغيز لري. له ټولو څخه زيات د پناه غوښتونکو ويشلو ته پام وشي. ډير شمیر پناه غوښتونکي د ښار په منځنۍ طبقه کې ژوند نه کوي».

موريس لانګه زیاتوي: «په اوس وخت کې د اوسیدلو ځاي مهم دی چې دغه ماشوم کوم ښونځې ته واستول شي.» موریس لانګه وايې سره له دې لا هم تر مخ اوږده لار پرته ده چې ښونځي د کډوالي ټولنې له پاره سمبال کړو.

vergin(H.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: