1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: افغان پوليس د سولي پر ځای اور ته لمن وهي

۱۳۸۷ آذر ۲۸, پنجشنبه

يوه نړيوال تحقيقاتي مرکز نن وويل د افغانستان د پوليسو په مينځ کي په سيستماتيکه توګه بډي اخيستني او اختلاس د دې پر ځای چي د جنايي جرمونو پر ضدمبارزه وکړي، په هيواد کي د بې قانونۍ اور ته نوره هم لمن وهي

https://p.dw.com/p/GJ6b
افغان پوليس د لوړه کولو پر مهال
افغان پوليس د لوړه کولو پر مهالانځور: AP

د نړيوال کړکېچ د څيړني ډله ICG په خپله يوه ورستۍ څېړنه کي نن وويل:« لاتراوسه پر دي باندي ټينګار کيږي چي افغان پوليس دي ډير زيات د ښورښيانو پر ضد وجنګيږي نسبت ودې ته چي د جنايي جرمونو پر خلاف مبارزه وکړي. اختلاس او سياسي نوموني د يو مسلکي پوليسي ځواک د جوړولو مخه نيولي ده.»

دغي مؤسسې وویل:« په داسي حال کي چي ډیره سخته ده چي د جرمونو د شمېر احصایه وشي، په عمومي توګه خلک په دې نظر دي چي په افغانستان کي بې قانونیت د زیاتیدو په حال کي دی.»

په وروستیو کلونو کي په سل ګونو افغانان تښتول شوي تر څو له هغو یا کورنیو څخه يې پيسې ترلاسه کړي،خو ډیر لږ مرتکبین د عدالت په وړاندي درول شوي دي. ډیر مجرمین د رشوت ورکولو له لاري بریالي شوي، چي له کومي محاکمې څخه پرته له زندانونو څخه ځان خلاص کړي.

د کورنیوچارو په وزارت کي چي د پولیسو اداره په غاړه لري، بډي اخیستنه، اختلاس او اداري فساد لاس برتوب لري په دې مانا چي د دغه وزارت ترفیعات د رشوت ورکولو له لاري لاس ته راځي نه د زیار او زحمت په نتیجه کي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چي د دسمبر په لسمه د اروپا د اتحاديې د ايروپول په بلنه بروکسل ته تللی ؤ تر څو هغي اتحاديې ته ډاډ ورکړي چي د کورنیو چارو د نوي وزير په توکه په خپل وزارت کي اصلاحات راولي اعتراف وکړ چي تر اوسه پروي هلته رشوت اخیستنه عمومیت لري.

اتمر مخکي له دې د ښووني او روزني وزير ؤ، د آلمان ږغ راډیو سره په خبرو کي اتمر ډاډ ورکړ چي هغه به د بډو اخیستونکو په وړاني په دې وزات کي هيڅ ډول زغم ونه لري:«مخکي له دې چي افغان اود امریکا متحده ایالاتو تر مشر ۍ لاندي ځواکونو د طالبانو رژیم نسکوره کړ، افغانستان د پوليسي ځواک د جوړولو لپاره کوم پلان او طرحه نه درلوده.

خو له 2002 کال څخه تر 2007 کال پوري، آلمان چي په دې برخه کي د بسپنه کونکو هیوادونو په سر کي ځای لري، یوازي80 ملیونه ډالره د افغانستان د پوليسي ځواک په جوړولو کي ولګول. تر 2006 کال پوري په ټولیزه توګه څه نا څه 200 مليونه ډالره په دې برخه کي مصرف شوي دي.

ICG په خپله څېړنه کي يادونه کوي ، په داسي حال کي چي افغان ملي پوځ جوړوني ته ډيره زياته پاملرنه کيږي، امريکا متحده ايالات افغان پوليسو ته د ښورښيانو پر ضد د يوه اضافي ځواک په سترګه ګوري. د افغانستان په ډيرو ليرو پرتو سيمو کي پوليس د افغانستان د حکومت د واکمنۍ يوازني نښانه ده او د اورپکو د حملو هدف ګرځي، حال دا چي هغوی په هغو وسلو سبمال نه دي چي افغان ملي پوځ يي لري.

د نړيوال کړکېچ ډلي سپارښتنه کړي چي غوره ده تر څو له پوليسي ځواک څخه د قانون په تطبيق کار واخيستل شي.