څیړنه: ولی د آلمان په ختيځ کې ښي اړخیتوب زیات دی؟
۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهد څیړنکو په حواله په ۱۹۸۹ م کال کې د برلين دیوال تر نړول کیدو مخکې د هغه وخت د ختیځ آلمان اوسیدونکي له بهرنۍ نړۍ څخه تر ډیرې اندازې جلا او یوازې وو. په هغه وخت کې د کیوبا او ویتنام هیوادونو ډیر لږ شمیر اتباع د کار او ماموریت په خاطر په ختیځ آلمان کې میشت ول.
سربیره پر دې د دې سیمې په خلکو کې داسې نظر هم موجود دی چې شاید هم دوی په نښه شوي دي او داسې احساس کوي چې د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یوځای کیدو سربیره په دې سیمه کې د اقتصادي پرمختګ رفتار د لویدیځې برخې په پرتله نسبتاً بطي پاتې شوی دی.
«د آلمان په ختیځ کې له پردیو ویره او د ښې اړخي افراطیت لاملونه» تر عنوان لاندې دغه څیړنه د ګوټنګن انستیتوت اف ډیموکراسۍ ریسرچ له خوا د آلمان حکومت په مالي مرسته ترسره شوې.
د ختیځ آلمان له پاره د مرکزي حکومت ځانګړي استازي آیرس ګلائکی، د دغې څیړنې د ترسره کیدو غوښتنه ځکه کړې وه، تر څو دا معلومه کړي چې د آلمان په ختیځه برخه کې د بهرنیانو او مهاجرو پر استوګنځایونو د بریدونو تناسب د آلمان د نورو برخو په پرتله ولی دومره لوړ دی.
د دغه رپوټ چمتو کونکو البته دا هم واضحه کړه ده چې له بهرنیانو څخه ویره او ښې اړخې افراطیت پورې اړونده مسایل یوازې د آلمان د ختیځې برخې ستونزه نه، بلکې د دغه هیواد په نورو برخو کې هم شتون لري.
په ۲۰۱۵ م کال کې د ټول هیواد (آلمان) په کچه د ښي اړخي افراطیت په نتیجه د رامنځته شویو جرمي پيښو شمیر ۱۴۰۰ ته لوړ شو، په داسې حال کې چې دغه شمیر تر دې یوه کال مخکې یعني په ۲۰۱۴ م کال کې نږدې زر پيښې ثبت شوې وې.
۲۰۱۵ م هم هغه کال وو چې په اروپا کې د مهاجرت بحران خپل اوج ته ورسید او نږدې یو میلیون مهاجر د سیاسي پنا ترلاسه کولو له پاره آلمان ته داخل شوي ول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2017):