1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: نړیوال بانک د بې وزلو په ساتنه کې پاتې راغلی

سيدرياض / آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

د خبریالانو د تحیق کوونکي نړیوالې اتحادیې او نورو رسنیزو سازمانو په یوه څیړنه کې ویل شوي دي چې د نړیوال بانک له لوري د تمویل شوو پروژو له کبله تر درې میلیونو زیات کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FAPk
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپريل ۱۶مه) د تحیق کوونکو خبریالانو د نړیوالې اتحادیې او نورو رسنیزو سازمانو په یوه خپره شوې څیړنه کې ویل شوي دي چې د نړیوال بانک له لوري د اوبو بندونو، د بریښنا د تولید د دستگاوو او نورو حفاظتي پروگرامونو د تمویل پروژې شا او خوا ۳،۴ میلیونه کسان له خپلو کورونو یا ځمکو بې ځایه کړي دي او یا یې د هغوی د معیشت تأمین له گواښ سره مخامخ کړی دی.

د دغه رپوټ له مخې په نایجیریا کې دولتي چارواکو د ختیځې بادیه، سیمې خلک چې د لاگوس په ښار کې د بې وزلو سیمه ده، ایستلي دي. زیاته شوې ده چې دغه خلک پرته له کوم خبرداري او یا د خسارې د جبران د ادا کولو څخه له خپلو سیمو څخه ایستل شوي دي. په زرگونو کینیایان ادعا کوي چې د خپلو اجدادو په ځنگلونو کې د نړیوال بانک د یوې حفاظتي پروژې په حق کې خپلو کورونو پریښوولو ته اړ ایستل شوي دي.

د نوو مېشت کېدلو پاليسي

د پرمختیا په حال کې د هیوادونو یو شمیر ټولنو هم د بې ځایه کیدو او د بې وزلۍ په هکله ورته کیسې د خبریالانو یو نړیوال پنځوس کسیز ټیم ته کړي دي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو له ډیرې مودې راهیسې پر نړیوال بانک باندې د دوی له لوري د تمویلیدونکو پروژو له کبله پر ټولنو باندې د هغې د اغیز په څارلو کې د پاتې راتلو په اړه نیوکه کوي.

نړیوال بانک وروسته له دې چې د خپلو اقداماتو په هکله د سره غور کولو امر وکړي «د نوو میشت کیدو د پالیسۍ په تطبیقدو کې پر جدي نیمگړتیاو» اعتراف کړی دی. د پنجشنبې په ورځ په واشنگټن کې د نړیوال بانک مشر جیم یانگ کیم، په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «زه پر دې باور یم چې موږ باید د بیا میشت کیدو د پالیسۍ په تطبیقیدو کې ښه والی رامنځ ته کړو. موږ خپلو حفاظتي پالیسو ته له سره کتنه کوو او زه مصمم یم چې له تیر څخه به یې زده کړو او دا چې خپل ټول قوت به د خلکو او چاپیریال د ساتنې له پاره په کار واچوو.»

خو جیسکا ایوانس، چې څیړونکي او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ کې د نړیوالو اقتصادي بنسټونو له پاره مدافع وکیله ده، وایي چې یوازې د کمبودیو په گوته کول بسنه نه کوي. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «وروسته له هغې چې نړیوال بانک خپله بیا کتنه تر سر کړه، بیرته شا ته نه دی گرځیدلی تر څو دغه خلک مشخص کړي او دا خبره ومومي چې څرنگه هغوی زیانمن شوي دي او د دې زیانمنیدو څخه د هغوی د مناسبې ژغورنې له پاره څه وشي.»

خلکو زيان ليدلی

د بشري حقونو د نوموړې فعالې په وینا «هغوی [د نړیوال بانک مسوولین] یوازې دا وعده نه شي کولای چې په راتلونکي کې به دغه تیروتنې نه تکراریږي. دا ایجابوي چې هغوی شا ته وروگرځي او هغه تیروتنې چې په تیر کې یې کړي دي جبران کړي.»

د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل څخه د نړیوال تجارت او د بشري حقونو شنونکي السندرا ماسي، وایي چې نړیوال بانک پر دې نه دی توانیدلی چې خپلې څیړنې ته ادامه ورکړي چې څومره خلک د دوی د پالیسیو له کبله اغیزمن شوي دي. نوموړې زیاتوي چې دغه بانک یوازې زیاتره پر هغو معلوماتو تکیه کوي چې د قرض کوونکو له لوري وړاندې شوي دي.

له هیومن رایټس واچ څخه ایوانس وایي چې بې وزله خلک د هغو فعالیتونو له کبله چې د نړیوال بانک له لوري تمویلیږي زیان ویني. دا په داسې حال کې چې دغه موسسه غواړي چې خلک له فقر څخه راوباسي. هغه زیاتوي: «هغه خلک چې په نوو ځایونو کې میشت کیږي، زیاتره وخت د خپل معیشت امکانات له لاسه ورکوي. د بیلگې په توگه که چیرې هغوی د خپل معیشت د تامین له پاره پر زراعت باندې متکي وي، نو ځیني وخت دا ډیر وخت ته اړتیا لري چې په نوي ځای کې کر کیله پیل کړي. دا هغه څه دي چې څارنه یې پوره وخت ته اړتیا لري او نړیوال بانک په دې برخه کې پانگونې ته اړتیا لري.»

آلمان چې د نړیوال بانک څلورم ستر پیسې ورکونکی هیواد دی، قدم مخکی کړی دی او وایي چې په مناسب شکل د بشري حقونو لومړیتوب ته د قایلیدو غوښتونکی دی، چې په هغې کې د بومي خلکو حقوق، د ځمکې حقوق، ډیر شفافیت یا روڼوالی او همداشان په پروسو کې د خلکو شاملول راځي.

له هیومن رایټس واچ څخه ایوانس وایي: «آلمان د دې په ډاډمنتیا کې مهم نقش لوبولی شي، چې نړیوال بانک بشري حقونو ته ژمن پاتې شي.»