1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څیړنه: عربستان د آلمان په ګډون ډېرو نورو ته سخت دریځي صادروي

۱۳۹۶ تیر ۱۹, دوشنبه

یوې بریتانوۍ څیړنې موندلې ده چې عربستان د مسلمانانو په مینځ کې د سخت دریځۍ په ډېرښت کې مهم رول لري. د دې څیړنې ترسره کوونکې سوزانه شرويدر وايي چې د نفتو په پیسو سره تمویلیدونکی د وهابیانو اغیز په آلمان کې هم ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/2gGgm
Salafisten in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/ W.Steinberg

سوزانه شرويدر په دې اړه د دويچه ويله پوښتنو ته جوابونه ويلي دي.

دویچه ویله: په بریتانیا کې تر خونړي ترهګریز برید وروسته، د سخت دریځۍ په هکله ډيري څیړني کيږي. د «بریتانیا د هینرې جکسن ټولنې» په نوم یوې څیړنیزې مؤسسې په بریتانیا کې د اسلام د سخت دریځو څانګو او د بهرنیو هیوادونو له خوا د دوی د تمویل په هکله یو تازه څیړنیز رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې له سعودي عربستان څخه د یو مهم تمویولوونکي بهرني هیواد په توګه په واضح توګه یادونه شوې ده. په تیرو۵۰ کلونو کې، سعودي عربستان په ټوله نړۍ کې پر وهابي سخت دریځۍ باندي چې د افراطي او جهادي غورځنګونو د نظريې اساس جوړوي، کابو ۸۶ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. آیا تاسو هم د دې څیړنې د موندنې په هکله حیران شوي یاست؟

شرويدر: دې موندنو زه اصلاً حیرانه کړې نه یم. په دې ټوله پوهیږي چې سعودي عربستان د وهابيت نظریې چې تر ډیره د «اسلامي دولت» یا داعش له نظریې سره ورته والی لری، یو صادرونکی هیواد دی. له پیسو سره یوځای [سعودي عربستان] تبلیغاتي مواد او په دې هکله پوهه صادروي. خلک د جوماتونو، روزنیزو او فرهنګي مرکزونو او دې ته ورته سازمانونو د رغولو له پاره ګومارل کیږي، څو د وهابیت نظریه په بریالیتوب سره عامو خلکو ته ورسوله شي.

پوښتنه: په ښکاره توګه د نفتو په پیسو تمویلیدونکې سخت دریځي او افراطیت چېرته موندل کیږي؟

د وهابیت د نظریې صادریدل دقیقاً په ایران کې تر اسلامي انقلاب وروسته پیل شول. دغه انقلاب تر ډیره پوري سعوديانو ته ډیر زیان ورساوه. هغه وخت چې ایران د شعیه نظریې په صادرولو پیل وکړ، سعودي عربستان په دې کار سره د تهدید احساس وکړ. د ۱۹۷۹م کلونو په شاوخوا کې، سخت دریځو په مکه کې یو ستر جومات په خپله ولکه کې راوست. له دې وروسته، سعودیانو د نظریو د خپرولو عملیات پیل کړل او ویې ویل: «اوس به موږ خپلې نظریې صادرې کړو. موږ به په خپل هیواد کې افراطي ډلو ته دا ښکاره کړو چې موږ دا کار کولای شو.» له دې وروسته، دوی [سعودي عربستان] په آسیا، افریقا او د اروپا په ځینو برخو لکه یوګوسلاویا چې د کورنیو جګړو پرمهال مسلمانانو او عیسویانو په خپلو کې جګړه هم وکړه، د ځینو منځګړو سازمانونو لکه د مسلمانانو نړیوالې ټولنې پر مټ د وهابیت نظریې د تبلیغ هڅې پیل کړې. وهابیانو له دې وروسته په داسې یو وخت کې چې مسلمانان د یوې نوې سخت دریځې نظریې د منلو له پاره چمتو وو، د پیسو د مصرف ځای پیدا کړ. نتیجه دا وه چې، د نړۍ په ځینو برخو کې سخت دریځه اسلام د پرمختګ په حال کې دی. ما دغه څه په لومړي ځل په جنوبي آسیا کې ولیدل. په جنوبي تایلند، فلیپین، اندونیزیا او کله نا کله په مالیزیا کې تل دا ویل کیدل چې د اسلام یوه ځانګړې بڼه عملي کیږي کوم چې ډیر خلاص او د ډیر زغم بڼه لري. خو د تیرو درو لسیزو په ترڅ کې په دې سیمه کې سخت دریځۍ یو ناڅاپه پرمختګ کړی. دا په بشپړه توګه واضح ده چې د دغه ناڅاپه بدلون ترشا د سعوديانو پیسې دي. سربیره پر دې، د سعودي عربستان په پوهنتونونو کې ځوان زده کوونکي د ښو امتیازاتو په ورکړې سره جذب شوي. تر زده کړو وروسته دغه کسان بیرته خپلو هیوادونو ته ګرځي او په خپلو هیوادونو کې د وهابیت نظریې د تبلیغ ماموریت پرمخ بیايي.

دويچه ويله: په آلمان کې یو پیژندل شوی سلفي تبلیغي، پیري فوګل هم د يوه بورس په تر لاسه کولو سره په مکه کي زده کړي وکړې. ظاهراً داسې ښکاري چې سعودي عربستان په آلمان کې هم د مسلمانانو د سخت دریځۍ لړۍ تر خپل اغیز لاندې راوستې. د ۲۰۱۶م کال په دیسمبر میاشت کې آلماني رسنیو د استخباراتي معلوماتو پر اساس دعوه وکړه چې په خلیجي هیوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان کې ځینو مذهبي بنسټونو د خپلو هیوادونو د موافقې په اخیستلو سره په آلمان کې د ځايي سلفي ډلو ملاتړ کړی. پوښتنه دا ده چې ترکومه حده پورې ستاسې څیړنه له دې ټکې سره سر خوري؟

شرويدر: دغه څه په بشپړه توګه زموږ د څیړنو له موندنو سره سر خوري. په ځینو مواردو کې د سعودي عربستان دولتي سازمانونه تر ډیره پوري په دې راز هڅو کې ښکیل دي. یو وخت په برلین کې د سعودي عربستان په سفارت کې د محمد فکیهي په نامه یو اتشه وو. نوموړي په هامبورګ کې له هغو ترهګرو کړیو سره اړیکې درلودې چې په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو په نړیوال سوداګریز مرکز ترهګریز بریدونه ترسره کړل. د دې ترڅنګ فکیهي په برلین کې د النور له جومات سره هم ښې اړیکې درلودې. دغه جومات د سفلیانو د مرکز په توګه ګڼل کیږي. که څه هم دغه اتشه نور نه شته خو په هغه وخت کې په لومړي ځل خلک په خبر شول. موږ وینو چې د سعودي عربستان ډېر سازمانونه په هر ځای کې فعالیت کوي. په ځینو پیښو کې دغه سازمانونه په پټه فعالیت کوي او بیا په ځینو نورو مواردو کې دوی د ندیم الیاس په څیر کسانو په منځګړتوب خپل کارونه پرمخ وړي. تر ۲۰۰۶م کال پورې، هغه په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر وو. دغه شورا د مسلمانانو یوه مهمه ټولنه ده چې د مسلمانانو نړیوالې ټولنې او د مسلمان ځوانانو د نړیوالې شورا په څیر له سعودي سازمانونو سره شکمنې اړیکې هم لري. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا یو بل لوړ پوړی چارواکی ابراهیم ال زیات، هم یو مهم کس دی. ال زیات له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۰م کال پورې په آلمان کې د مسلمانانو د ټولنې مشر وو. موږ یوازې سطحي معلومات موندلي او کله چې په دې هکله له خلکو پوښتنې وشي، هغوی غولوونکي معلومات وړاندې کوي. خو یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې په آلمان کې ځینې داسې کسان او سازمانونه شته چې وهابیت ته جدي نظر کوي او ورته متعهد دي.

دويچه ويله: د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ادارې له خوا د خپاره شوي تازه رپوټ په حواله، په آلمان کې سلفي نظریه ډیره پراخه شوې او د غړو شمیر یې اوسمهال کابو ۱۰ زرو کسانو ته رسیږي. آیا دا سمه ده چې له سعودي پرته د نورو سرچینو ملاتړ هم شته؟

حتماً. په لومړي سر کې یوازې سعودي عربستان نه دی چې د سخت دریځۍ ملاتړ کوي. اوسمهال قطر ته هم د دې کارونو له امله توجه اوښتې ده. او هو، دا ریښتیا ده چې کویټ او قطر دواړه د دې کارونو مالي تمویلوونکي دي. د خلیج په سیمه کې د ایران په ګډون ډېر نور داسې هیوادونه هم شته چې په آلمان کې د سخت دریځۍ او افراطیت ملاتړ کوي. ایران په برلین کې د دې کارونو او د دې ماموریت له پاره یو اسنټیټوټ هم پرانیستی دی. زما په فکر که چیري تاسې دې ته پام وکړئ چې پیسې چېري مصرفیږي، نو تاسې به حیران شئ. آلمان په اصل کې داسې یوځای دی چې بهرني سخت دریځي سازمانونه فعاله دي.