1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څيړنه: ښه ادغام کولای شي د مهاجرو جرمونه کم کړي

۱۳۹۶ دی ۱۴, پنجشنبه

په آلمان کې يوه څيړنه ښيي چې يوازې د مهاجرو ښه ادغام کولای شي د هغوی په منځ کې د جرمونو کچه راښکته کړي. دغه څيړنه په نيدر زاکسن ايالت کې د جرمونو ډيريدل هم دغه ايالت ته د ډيرو مهاجرو رسيدلو سره تړي.

https://p.dw.com/p/2qKso
Deutschland Razzia gegen radikale Islamisten in Hildesheim
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

آلماني چارواکي وايي د مهاجرو په منځ کې د جرمونو او تاوتريخوالو د مخنيوي په موخه موثر اقدام د مهاجرو ښه ادغام دی، لکه د ژبې کورسونو، سپورت او نورو عملي فرصتونو له لاري.

دغه څيړنه د آلمان د کورنيو چارو وزارت په سپارښتنه د زوريخ پوهنتون د جرمونو د چارو کارپوهانو کړې ده. دغه څيړنه چې د آلمان خبري آژانس خپره کړې ده، ښيي چې په آلمان کې په تيرو دوو کلونو کې د جرمونو او تاوتريخوالو کچه لوړه شوې ده.

ترسره شوې څيړنه همدا راز د رپوټونو پر اساس په نيدرزاکسن ايالت کې د جرمونو ډيريدو ته هم اشاره کوي چې لامل يې په دغه ايالت کې د زياتو مهاجرو له شتون سره تړې.

پوليس د رپوټونو پر اساس وايي، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د جرمونو او تاوتريخوالو په کچه کې ۱۰،۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی. پوليس د زياتو جرومونو۹۲،۱ سلنه برخه په مهاجرو پوري تړي. خو د څیړنې لیکوالان کریستین پفایفر، دیرک باییر او زورین کلیم، دا موضوع هم په ګوته کوي چې د مهاجرو تر منځ د جرمونو د زیاتوالي یو لامل دا هم دی چې د هغوی له خوا د ترسره شویو له تاوتریخوالي ډکو جرمونو په اړه د رپوټو ورکولو امکان د آلمانیانو په پرته دوه برابره لوړ دی.

Deutschland Asylverfahren
آلماني چارواکي اوس هم په ۲۰۱۵ کال کې ډیرو رسیدلو پناه غوښتنلیکونو په څیړنه بوخت دي.انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

په څيړنه کې دا هم ويل شوي دي چې د جرمونو او تاوتريخوالو يو پر دريمه برخه د مهاجرو له خوا خپله له مهاجرو سره ترسره شوي دي. کليم په دې اړه دويچه ويله ته په يوه ايميل کې ويلي دي: «کيدای شي دلته يو شمير د پام وړ نا څرګندي قضيې هم وي.» هغه د خپلو خبرو په دوام زياتوي: «موږ دغو افرادو ته خپله بشپړه پاملرنه کړې ده. په ځانګړي توکه ښځو او ماشومانو ته.»

د پاتېدو يا تلو له پاره د انګيزو جوړول

د څيړنې ليکوالان يو لړ وړانديز شوي امتيازاتو ته اشاره کوي چې هغه کولای شي د مهاجرو د ادغام په برخه کې ښې مرسته وکړي او يا هم په هغه صورت کې چې هغوي په آلمان کې د دايمي پاتېدو چانس و نه لري، بيرته خپلو هيوادونو ته به يې د تلو په برخه کې مرسته وکړي. کليم وايي: «دا به يو موثر ګام وي چې د اغيزمنو افرادو [مهاجرو] له پاره د عامه پيسو يوه برخه مصرف شي، دا کار به د هغوی د مسلکي وړتياو په لوړولو کې مرستې وکړي». په عين وخت کې دغه پیسې بايد په مبدا هيوادونو کې په پراختيايي مرستو کې ولګول شي، تر څو د مبدا هيوادونو افراد مهاجرتونو ته نه وي اړ شوي.

د څيړنې بل ليکوال باير، دويچه ویله ته وويل: «تر ټولو لومړی اولويت د ژبې اړتيا ده»ځکه په يوه ټولنه کې ادغام تل په ژبې سره کيدای شي او که چيري تاسو له ژبې سره بلدتيا و نه لرئ، دا به ډيره ګرانه وي چې د ټولنې يوه برخه وګرځئ.»

خو باير دا يادونه هم کوي چې د څيړنې پايله په دې معنی نه ده چې حکومت دې په سادګۍ سره ډيرې پيسې د دغې ستونزې له پاره مصرف کړي. هغه وايي: «په نهایت کې دا پخپله ټولنه ده چې د ادغام په برخه کې له داسې يوې ستونزي سره مخامخ ده چې بايد هغه ترسره هم کړي».

د مهاجرو ښځو کمښت

يو بل مهم عنصر د مهاجرو د سن مسئله ده. د دغې څيړنې په حواله، په ټوليزه توګه هغه نارينه چې سنونه يې د ۱۴ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي تر نورو افرادو ډير د تاوتريخوالو او جرمونو مرتکب شوي دي.

څيړنه وايي چې په نيدرزاکسن ايالات کې د مهاجرو تر ټولو لوړه برخه هغه کسان دي چي سنونه يې د ۱۴ او ۳۰ کلونو تر منځ دي. دا په خپله د دې ښکارندويي کوي چې ډير مهاجر دغه ايالات ته مخه کوي او له دې سره د جرمونو کچه هم پکښې لوړه ده.

په دغه څيړنه کې په جرمونو کې د هر هيواد مهاجرو د ښکيلتيا توپيرونو ته هم اشاره شوې ده. د بيلګې په توګه افغان، سوريايي او عراقي مهاجر هومره په تاوتريخوالي او جرمونو کې ښکيل نه دي لکه د شمالي افريقا مهاجر.

په اروپا او آلمان کې د مهاجرو روان وضعیت

د جرمونو د کچې د لوړيدو په برخه کې بل فکتور د مهاجرو په منځ کې د ښځو کمښت دی. څيړونکو په ټوليزه توګه موندلي ده چې په مهاجرو کې نژدې څلورمه برخه يې ښځې دي، اکثره مهاجر له خپلو هيوادونو څخه بې له خپلو ښځو، ميندو او خويندو راوتلي دي. دغې څيړنې همدا راز موندلې ده چې دغه موضوع د دې خطر ډيروي چې نارينه دې ته ډېر تمايل پيدا کړي چي د نارينه توب د نورمونو پراساس تاوتريخوالی توجه کړي.

باير وايي: «جنايي څيړنې موږ ته ښيي چې يو دليل چي ځوان نارينه له جرمونو او جنايت څخه پرشا کيږي دا دي چي هغوی يا کورنۍ جوړوي او يا له يوې ښځي سره دوامداره اړيکي لري.

د څېړني يو ليکوال وايي همدا لامل دی چې آلمان غواړي د ډيرو هغو مهاجرو ښځي او ماشومان د مهاجرو د کورنيو د الحقاق پروګرام له لاري آلمان ته راولي چې د مخه آلمان ته راغلي دي. خو د آلمان دولت په دې وروستيو کې دغه قانون ځنډولی دی. کليم په دې اړه وايي: «د کورنيو د الحاق قانون درول، له اخلاقي او قانوني اړخه يو د اعتراض وړ اقدام ښکاري.» خو له جرمي اړخه بيا په دې برخه کې د کورنيو د الحاق په اړه خبرې کيږي. يوه مستقله کورنۍ د ژوندانه په مختلفو برخو کې د يوې ښې راتلونکې له پاره تر ټولو مهم فکتور دی او په مشخصه توګه د ادغام په برخه کې هم کولای شي خپل ښه رول ولري».

دغه نوې څيړنې ښيي چې د جرمونو او تاوتريخوالو کچه په مشخصه توګه د مهاجرت له بحران سره لوړه شوې ده. خو ځینې نوري څيړنې بیا د مهاجرت له موضوع سره د جرمونو د زياتيدو تړاو ردوي.

له ۲۰۱۴م کال راهيسي تر يو ميليون زيات مهاجر آلمان ته رارسيدلي دي. د هغوی ډيره برخه د آسيا، افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه ده، چې په خپلو هيوادونو کې د کورنيو جکړو او يا هم د نهايت بې وزلې له وجې مهاجر شوي دي.

بين نايټ/ک.ص

زموږ له ارشيف څخه: