1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څوک ترهگر او څوک مهاجر دی؟

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

د پاریس په بریدونو کې لاس درلودونکي دوه ترهگر د یونان له لارې اروپا ته راغلي ول. له هغه وخت راهیسې پر دغه هیواد فشار زیات شوې چې د کډوالو څخه د پوښتنو او گرویږدنو سیستم بهتره کړي. خو آیا دا ممکنه ده؟

https://p.dw.com/p/1HItN
انځور: Getty Images/J. Koch

حمید الله د سمندر له لاری یونان ته رسیدلی دی. هغه پاسپورت نه لري. یوازې یوه تذکره لري چې د هغې کاغذ هم د زړښت له امله رژیدلی دی. یونان ته تر رسیدو وروسته حمیدالله وایې: «په لومړۍ ورځ د یونان ساحلي ساتونکو زما د نوم، عمر او قوم پوښتنه وکړه. په دویمه ورځ په کمپ کې د نوم ثبتولو پروسه پر مخ یوړل شوه چې په هغې کې پولیسو زمونږ انځورونه او د گوتو نښان واخیست او یو څو پوښتنې یې وکړئ. دا ټول کار په ۵ دقیقو کې بشپړ شو.»

له حمید الله سره خو لږترلږه یوه تذکیره درلودله. د دې برعکس یونان ته له رسیدونکو کډوالو سره هیڅ ډول اسناد نه وي موجود. په یونان کې د دا ډول سرسري پوښتنو گرویږدنو سیستم اروپایې اتحادیه اندیښمن کړی ده. د دغې اتحادیې په حواله ترهگر هم د یونان له کمزوري سیستم څخه په استفادې سره اروپا ته ننوتلې شي.

د هوا د سړیدو او د اروپایې هیوادونو له خوا یوازې سوریایې، افغان او عراقي مهاجرو ته د داخلیدو اجاره، همدارنگه د ترکیې د سمندر له لارې یونان ته د تلونکو پر وړاندې د شرایطو له سختولو سره د کډوالو په شمیر کې د پام وکړ کموالې لیدل کیږي، خو بیا هم د ورځې په زرگونه کډوال یونان ته رسیږي.

د یونان په ټاپوگانو کې د کډوالو څخه پوښتنې او گرویږدنې ترسره کیږي. خو د پاریس د ترهگریزو بریدونو وروسته دا معلومه شوه چې دوه تنه ترهگر د مهاجرو په ډله کې اروپا ته ننوتلي ول.

تر دې وروسته اروپایې اتحادیې پر یونان فشار ډیر کړی دی، څو اروپا ته د داخلیدونکو کډوالو د پيژندگلوۍ، پوښتنو او گرویږدنو پروسه دې لا زیاته سخته کړي.

خو سربیره پر دې تر اوسه پورې له ډیرولږو څیړنو وروسته کډوالو ته د لویدیځو اروپایې هیوادونو د سفر اجازه ورکول کیږي.

د یونان د کډوالو وزیر یوانِس موزالاس، دا مني چې د پوښتنو او گرویږدنو روانه پروسه اغیزمنه نه ده. موزالاس په دې برخه کې له اروپایې ټولنۍ څخه د عاجلې مرسته غوښتنه هم کړی ده. سلواکیا او هنگري هیوادونو هم د اتن پر حکومت نیوکه کړی چې په سمه توگه د خپلو سرحدونو څارنه نه کوي.

د یونان د کډوالو په یو کمپ د پولیسو یو مامور وایې: «ډیرې کډوال ادعا کوي چې د سفر پر مهال یې اسناد ورک شوې دي- له همدې امله ژباړونکی د انټروي په جریان کې له کډوال څخه د هغه د قوم پوښتنه کوي.»

یوه افغان چې له کډولو څخه انټروي اخلي وایې چې په پنځو دقیقو خبرو اترو او انټروي کې هرو مرو معلومیږي چې دغه کډوال د کوم قوم یا ټبر پورې اړه لري. دغه ژباړونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: « یو کډوال له لهجې او تلفظ څخه پيژندل کیږي. له هغه څخه د هغې د سیمې سیاستوالو او مشهورو خوړو د نومونو په هکله پوښتنه کیږي. په دې توگه معلومیږي چې دغه مهاجر د کوم قوم یا سیمې پورې تړاو لري.»

یو یوناني چارواکی د اروپایې اتحادیې دغه تور خواشینې کړی دی چې وایې یونان د مهاجرو او ترهگرو تر منځ د توپير په برخه کې اغیزمن گامونه نه پورته کوي. دغه چارواکی زیاتوي :«په ۷۷۶۰۰۰ کډوالو کې یوازې ۲ ترهگر ووتل، بیا نو دوی پر مونږ تور لگوي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب