څه یوغټ ښکار
استرالیايي چارواکو پلازمینې کانبیرا ته نژدې یو وحشي شوی«مرینه ډوله پسه» نیولې دی. دغه پسه بې حده او له اندازې ډیرې زیاتی وړۍ لري. هغه نن په اصطلاح د پسونو «سلماني» ته یوړل شو چې وړۍ یې وخریي.
غیر رسمي نړیوال ریکارډ
کابو ۴۲ کیلوگرامه وړۍ د دغه پسه پربدن وې. له دې سره هغه د وړۍ لرونکو حیواناتو په جمله کې ریکارډ مات کړ. تراوسه پورې بل داسی یو حیوان پر بدن یوازې ۲۷ کیلوگرامه وړۍ درلودې. د «مرینه» دغه پسه تر خپلو وړیو لاندې په ډيرې سختۍ سره کښته پورته کیده.
خاص د مسلکي استاد له خوا
د وړۍ خریلو استرالیاي استاد ایان الیکینس له خپلې ماشیني قیچي سره سمدلاسه بیړه وکړه. الیکینس وايي: «ماته یو عکس راواستول شو. ما هیڅکله یوه پسه له دومره زیاتو وړیو سره نه وو لیدلی.» ما دنده پر غاړه واخیسته چې دغه پسه له دومره زیاتیو وړيو څخه وژغورم. دغې کار دوه ساعته وخت ونیو.
وحشي ژوند
معمولا د پسونو وړۍ په کال کې تر اوو سانتي مترو پورې اوږدیږي. د حیواناتو د حقوقو محافظین په دې نظر دي چې ښايي دغه پسه څو کاله په ځنگلونو کې په یوازیتوب کې تیر کړی وي. د «مرینه» د پسه وړۍ ډير زیات ارزښت لري. خو د پسونو له پاره دغه وړۍ چې پر بدن یې ډيرې زیاتې شي، روغتیايی تاوانونه پیدا کوي.
له وړیو څخه ژغورل شوی پسه د هوسایې احساس کوي
له انسانانو سره تماس د دغه پسه له پاره غیرعادي وو. د حیواناتو د یوه سازمان یو کارکونکي د دغه پسه په هکله تبصره کوی: «هغه اوس ډير ستړی او ستومانه ښکاري» هغه اوس د خپلو وړیو د درندو پیټي له خلاصون څخه وروسته لږ تر لږه کولای شي په آزاده توگه کښته پورته شي. ښايی آینده کې وحشي نه شي.