څلورو کالو کي ۲۳ زره مهاجر د اروپا پر لار مړه شوي دي
هر کال اروپا ته د رسيدو په موخه په زرونو انسانان پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د مړو ارقام په ۲۰۱۶م کال کې تر ټولو لوړ يعنې له پنځو زرو هم واوښت. په دې انځوريز رپوټ کې د تيرو څلورو کلونو د هرې مياشتې ارقام ښودل شوي دي.
د جنورۍ مياشتې - ۱۳۷۳
د تيرو څلورو کلونو د هر کال په لمړيو مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۷۳ تنه مهاجر مړه يا لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ۷۲ تنه يې د ۲۰۱۴ په جنورۍ، ۲۰۹ تنه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ، ۵۹۵ تنه د ۲۰۱۶ په جنورۍ او ۵۴۲ تنه د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د فبرورۍ مياشتې - ۱۳۴۵
د تيرو څلورو کلونو په فبروري مياشتو کې اروپا ته د مهاجرت پر وخت ټول ټال ۱۳۴۵ کسان مړه يا لادرکه شوي دي. په دې کې ۵۸ تنه يې د ۲۰۱۴م په فبرورۍ، ۴۰۷ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په فبرورۍ، ۴۹۱ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ او ۳۸۹ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په فبروۍ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
د مارچ مياشتې- ۱۴۹۸
په دې ډله کې ۳۲۱ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په مارچ، ۱۸۱ تنه د ۲۰۱۵م کال په مارچ، ۵۶۴ تنه د ۲۰۱۶ کال په همدې مياشت او ۴۳۲ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په مارچ مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دغه مهاجر اروپا ته مهاجرت پر مهال په مختلفو لارو، خو تر ډيره په سمندر کې مړه شوي دي.
د اپريل مياشتې- ۲۵۰۶
په اپريل مياشتو کې د مرګونه کچه نژدې دوه برابره لوړيږي. په پورتني شمير مهاجرو کې ۹۸ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په اپريل، ۱۳۰۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اپريل، ۷۳۹ تنه يې د ۲۰۱۶م کال او ۳۶۰ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په اپريل مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. اپريل، په تيرو څلورو کلونو کې تر می مياشتې وروسته د مهاجرو له پاره دويمه مرګونه مياشت حساب شوې ده.
د می مياشتې- ۲۹۹۲
د مړينې په پورتني شمير کې ۴۵۹ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په می، ۳۴۵ تنه د ۲۰۱۵م کال په می، ۱۳۶۴ تنه د ۲۰۱۶م کال په می او ۷۵۴ تنه د ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. تر ټولو زيات مهاجر په ۲۰۱۵ کال کې په مديترانې سمندرګي کې مړه شوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان په دغه کال د ټولو مړو او لادرکه شويو مهاجرو شمير ۵۰۹۶ تنه ښودلي دي.
د جون مياشتې - ۱۹۳۲
له دې ډلې څخه ۴۰۲ تنه مهاجر يې د ۲۰۱۴م کال په جون، ۱۱۹ تنه د ۲۰۱۵م کال په همدې مياشت، ۶۰۱ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۸۱۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په جون مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دوي اروپا ته په دې موخه مهاجر کيدل تر څو له خپل هيواده ښه ژوند ولري.
د جولای مياشتې - ۱۹۹۵
په دې ډله کې ۹۰۲ تنه مهاجر د ۲۰۱۴م کال په جولای، ۲۹۷ تنه يې د ۲۰۱۵م جولای، ۴۱۹ تنه يې د ۲۰۱۶م او ۳۷۷ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په جولای مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. ډيری مهاجر د کشتيو د خرابيدو له امله په سمندر کې ډوب شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
د اګست مياشتې - ۲۱۶۵
د تيرو څلورو کلونو په اګست مياشتو کې اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال ۲۱۶۵ تنه مړه شوي دي چې له دې ډلې څخه ۶۸۰ تنه يي د ۲۰۱۴م کال، ۸۵۹ تنه يې د ۲۰۱۵م کال، ۲۲۲ تنه د ۲۰۱۶م او ۴۰۴ تنه يې د ۲۰۱۷م کال اګست کې مړه او لادرکه شوي دي. په ۲۰۱۵ کال اطريش کې له يوه کانتينره څخه هم د څه باندې ۵۰ تنه مهاجرو مړي راوښکل شول.
د سپتمبر مياشتې - ۲۱۹۷
په ۲۱۹۷ تنه مړه شويو مهاجرو کې ۸۳۶ تنه يې د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر، ۴۵۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په سپتمبر، ۴۹۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال سپتمبر او ۴۱۵ تنه يې د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي.
د اکتوبر مياشتې - ۱۹۳۶
په پورتني شمير مهاجرو کې ۲۰۹ تنه یې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر، ۷۰۰ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر، ۶۹۷ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر او ۳۳۰ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. دا شمير مهاجر د سمندري ځواکونو او ساحلي ساتونکو د ژغورنې د عملياتو او هلو ځلو سربيره تلف شوي دي.
نومبر - ۱۵۲۷
په پورتني شمير مړه شويو مهاجرو په ډله کې ۹۶ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۲۴۲ تنه يې د ۲۰۱۵م کال په نوامبر، ۹۲۴ تنه يې د ۲۰۱۶م کال په همدې مياشت او ۲۶۵ تنه يې د ۲۰۱۷م کال په نوامبر مياشت کې مړه او لادرکه شوي دي. د (يو.ان.اچ.سي.آر) په حواله، مړو شويو کې تر ټولو لوړه فیصدي د نارينه او بيا په ترتيب ماشومان او ښځې قرار لري.
د دسمبر مياشتې - ۱۳۳۴
له دې ډلې څخه ۱۲۷ تنه مهاجر د ۲۰۱۴ کال په دسمبر، ۵۶۶ تنه د ۲۰۱۵ کال په دسامبر، ۶۴۱ تنه د ۲۰۱۶م کال په دسامبر مياشتې کې مړه شوي دي. دغه مهاجر ډیری يې د افريقا او منځني ختيځ هيوادونو څخه دي او دغه راز د ځينو اسيایي هيوادونو دا هم په کې راځي. سرچينې: (IOM) او (UNHCR)، انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه. ترتيب کوونکی: م. ک. ص