څلور پاکستاني افسران له یاغیانو سره په نښته کې وژل شوي
۱۳۹۶ مرداد ۱۸, چهارشنبهد پاکستان د پوځ له لوري په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د اپر دیر د تیمرګرې په «شیروت کی» سیمه کې پوځ پر یوه کور باندې چاپه وهلې ده. زیاته شوې ده چې یوه یاغي ځان ته چاودنه ورکړې او بل بیا په ډزو وژل شوی دی. په بیانه کې وړاندې راغلي دي چې په وژل شوو امنیتي ځواکونو کې د استخباراتي ادارې یو افسر هم شامل دی چې د تورن رتبه یې لرله.
د پاکستان د پوځ په بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې په دغه چاپه کې یو ترهګر نیول شوی هم دی. په بیانه کې کوم نور اضافي جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي دي چې دغې چاپي د یوې ممکنه ستر برید مخه نیولې ده.
د پاکستاني امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې وروستي رپوټ څخه یوه اوونۍ تر مخه د پاکستان پوځ په خیبر ایجنسۍ کې د یاغیانو پر ضد عملیات پېل کړي دي، څو د پولې له بلې غاړي د یاغیانو د بریدونو مخه ونیسي.
د دوشنبې په ماښام هم د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د یوې لارۍ موټر برید چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلي وو او شا او خوا ۲۶ تنه یې ټپیان کړي وو.