1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځينو مهاجرو د پناه غوښتني د ځنډیدو له امله دعوی کړې

۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه

د جرمني د هیسن ایالت د دولتي راډیو د رپوټ پر بنسټ، په پرله پسې ډول ډیرو مهاجرو د کډوالو له پاره پر فدرالي ادارې دعوی کوي. دوی ادعا کوي چې دغه اداره د مهاجرو د غوښتنلیکونو د څیړنې بهیر ډیر څنډوي.

https://p.dw.com/p/1JdTM
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

دغې راډیوي شبکې د کډوالو له پاره د مهاجرو فدرالي ادارې د ارقامو په حواله ویلي دي چې د می میاشتې تر پایه پوري په ټول جرمني کې د دغې ادرې پر ضد ۵۸۰۵ دعوې ثبت شوي دي. د دغو دعوو په ترڅ کې یاده اداره د کډوالو د دوسیو د څیړنې او بررسۍ په برخه کې په ناغیړۍ تورنه شوې.

په دې توګه نو د مارچ میاشتې تر پای وروسته د دغو دعوو په شمیر کې ۸۰ سلنه ډېرښت راغلی دی. تر مارچ میاشتې پورې د دغو دعوو شمیر ۳۲۷۱ وو.

د هسن راډیو زیاته کړې ده چې د کډوالو له پاره د جرمني فدرالي اداره دغه برداشت او احساس ردوي چې ګواکې دغه اداره د مهاجرو د پناه غوښتنې د دوسیو څېړنه په بطي شکل سره پر مخ وړي.

په اوس وخت کې په آلمان کې د شاوخوا یو نیم میلیونه پناه غوښتنونکو پر غوښتنلیکونو باندې کار روان دی، چې تر اوسه پورې دغه شمیر په جرمني کې بی سارۍ بلل کیږي. له همدې امله د پناه غوښتونکو له خوا د دا ډول دعوو شمیر هم لوړ شوی دی.

د نوموړي رسنۍ د رپوټ پر بنست د مهاجرو د دوسیو د څیړنې بهیر په ښکاره ډول ګړندی او پرسونل يې هم ډیر شوی دی. د بیلګې په توګه د پنا غوښتوونکو د نوو غوښتنلیکونو چې د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې راهيسي ثبت شوي دي، بررسي یوازې ۴ میاشتې وخت نیسي.

د مهاجرو له پاره د جرمني فدرالي ادراې د څرګندونو له مخې دغه اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې د پناه غوښتنې د یوه غوښتنلیک په برخه کې په درو میاشتو کې پريکړه وکړي.

د مهاجرت په اړه نور مطالب: