1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځوان کډواله په کاله کې انګلستان ته د رسیدو خوبونه ویني

۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبه

د فرانسې حکومت پریکړه کړې چې د انګلستان پولې ته څیرمه د کاله کمپ ډیر ژر وتړي. په دې ځای کې میشت کډوال به په انګلستان او فرانسې کې په بیلابیلو کمپونو کې میشت شي. خو یو شمیر به یې بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/2RIhQ
Frankreich Flüchtlingslager bei Calais
انځور: Reuters/P. Rossignol

په کاله کې، په یو ویجاړه ودانۍ کې د ګڼ شمیر راټول شویو مهاجرو یوه تلیفون ته زنګ راځي. یو افغان هلک چې وصال نومیږي، تلیفون ته ځواب ورکوي. د وصال یو ملګری په یوه لارۍ کې پټ دی او ډیر ژر به د انګلستان خاورې ته تیر شي.

دغه ۱۴ کلن افغان وايي: «ستونزه دا ده چې د هغه تلیفون جي. پي. اس نه لري. او هغه نه پوهیږي چې لارۍ کومې خوا ته روانه ده.»

له خاورو او خټو څخه ډک د فرانسې په شمال کې پروت د دغه کمپ ډیر کم کډوال په دې پوهیږي چې دوی به چیرته ځي، خو له دوی څخه زیاتره یې انګلستان د رسیدو خوبونه ویني.

د فرانسې دولت د دغه کمپ د بندولو د پلان اعلان کړی. د ګڼ شمیر خیریه ټولنو د شمیرو له مخې د دې کمپ له بندولو سره به د ۱۳۰۰ ماشومانو په ګډون له ۶ څخه تر ۱۰ زرو کډوال بې ځایه شي.

له دې کډوالو څخه زیاتره ماشومان ادعا لري چې دوی نه غواړي په فرانسه کې پاتې شي ځکه دوی په انګلستان کې خپلوان لري او غواړي هلته میشت شي. د فرانسې د مهاجرینو او د ځوانانو د خدمت یو داوطلب جاني ویلیس، وايي چې د دې کمپ خراب روغتیايي چاپیریال او د ژوند خراب حالت یوه ستره ستونزه ده.

ویلیس وايي چې مهاجرین دلته له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي، او پولیس هم ورسره ښه چلن نه کوي. هغه همدا راز زیاته کړه چې په دې کمپ کې روغتیايي اسانتیاوې او د امنیت نه شتون هم یوه ستره ستونزه ده.

وصال نور نه غواړي چې په لارۍ کې په پټه انګلستان ته ولاړ شي. هغه اوس په قانوني توګه انګلستان ته د تګ لپاره د ګوتو نښې ورکړي دي. هغه وايي: «په تیرو اوو میاشتو کې ما تقریباً لس ځله کوښښ وکړ چې په پټه سره په لارۍ کې انګلستان ته ولاړ شم. زه نور دا کار نه کوم او کیدای شي ډیر ژر له خپل تره او د تره له زامنو سره یوځای شم.»

هغه وايي چې نه پوهیږم دغه کار به څومره وخت ونیسي، ځکه هغه د انګلستان د کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري.

Frankreich Protest der LKW-Fahrer für die Auflösung des Flüchtlingscamps Jungle
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

په عین وخت کې د انګلستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د تیرو څو میاشتو په اوږدو کې په اوونۍ کې یو شمیر مهاجر ماشومان انګلستان ته راځي او سلګونه نور به بیا په قانوني توګه په راتلونکو میاشتو کې د کاله کمپ له بندیدو وروسته انګلستان ته راشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ین مارک ایررالت، ویلي دي چې د انګلستان لخوا له کاله کمپ څخه د مهاجریو قبلیدل باید ډیر ژر ترسره شي. ایررالت په لندن کې د سوریې په هکله له ناستې وروسته د یکشنبې په ورځ وویل: «دا ډیره اړینه ده چې د بشر دوستی له لارې مهاجر ماشومانو ته پاملرنه وشي.»

د سوریې، ترکیې او صربستان له درې میاشتنې ستونزمن سفر وروسته وصال اوس انګلستان ته د تګ شیبې شماري. وصال چې په روانه په انګلیسي ژبه خبرې کوي وايي: «اوس دلته هسې خپل وخت ضایع کوم. موږ له ورځني ستونزو سره دومره لاس او ګریوان یو چې ان سم فکر هم نه شو کولای.»

وصال چې د افغانستان له شمالي ولایت کندز څخه چیرته طالبان وخت نا وخت بریدونه کوي، مهاجرت ته اړ شوی، وايي: «زه مهاجرت ته د دې په خاطر اړ شوم چې زما کورنۍ په خطر کې وه.»

هغه وايي چې د یو داسې ځای په لټه کې دی چې په کې خوندي وي. هغه په راتلونکې کې انجنیر شي.

د کاله کمپ له بندیدو سره زیاتې اندیښنې هم راولاړې شوي دي. په راتلونکو څو اونیو کې به د کاله کمپ ګڼ شمیر کډوال یا بیرته خپلو هیوداونو او یا هم انګلستان ته ولیږل شي او ځینې به یې په فرانسه کې پر ۱۶۰ مختلفونو نور کمپونو کې وویشل شي. یوې خیریه ټولنې په دې هکله خبرداری ورکړی چې د کمپ له بندیدو او د نامعلوم راتلونکې له امله کیدای شي ځینې کډوال د ځان وژنې هڅې هم وکړي.