1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځمکه څرنګه له کوچنيو آسماني ډبرو يا استرويد څخه وژغورو؟

۱۳۹۶ شهریور ۱۳, دوشنبه

انسانان تر اوسه پر ځمکه د سترو آسماني ډبرو له ګوزارونو خوندي پاتي دي. له هغه وخت راهيسې چې انسانانو په فضا کې لومړي ګامونه کښيښودل، ساينس پوهان د ځمکې د ساتنې له پاره لاس په کار شول.

https://p.dw.com/p/2jKRy
Computerillustration Asteroid 2012 DA14
انځور: picture-alliance/dpa/NASA Science

د تیرې جمعې په شپه د «فلورينس» په نوم يو کوچنې آسماني ډبره يا استرويد د ځمکې څخه د کابو اووه مليونه کيلومترو په واټن کې تير شو. د «NASA» په حواله «فلورينس» کابو يوه پيړۍ تر مخه ځمکۍ ته د ډيرې رانژدې شوې سيارچې څخه ستر وو.

دی ستوري ۴.۴ کيلومتره حجم لاره او د  « NASA»  له خوا د «احتمالي خطر» په توګه درجه بندي شوې وو.  د دومره ستر استرويد اغيز به پر ځمکه ډير زيات او ويجاړونکې وای.

په ۲۰۱۳ م کال کې په مقایسوي توګه ډير کوچني استرويد چې په چيلیابسنک کې ځمکې ته تر رسيدو د مخه چاودلې وو، د ديرش اټومي بمونو  معادله انرژي یې خارجه کړې وه. کله چې دغه چاودنه د ځمکې څخه د کابو ۲۳ زره کيلومترو په واټن کې رامنځته شوه نو زياتره برخه یې د ځمکې د اتموسفر له خوا جذب شوه او هیڅ زيان یې ونه رساو. خو د دغه سترې چاودنې ټکانونو د روسیې په شپږو ښارونو کې د کورونو کړکۍ ولرزولې او شغلو یې پر ځمکه يو شمير کسان په موقتي توګه ړانده کړل.

د چيلیابسنک چاودنه او همدا راز په ۱۹۰۸ م کال کې د تونګوسکا حادثه د کوچنيو آسماني اجسامو له ځمکۍ سره د ټکر کمې پيښې دي. خو موږ ښايي په راتلونکي کې هم د دا ډول پيښو له پاره چمتو واوسو.  له همدې امله د ټولې نړۍ سياينس پوهان د ځمکۍ د ساتنې په موخه پر بيلا بيلو تګلارو کار کوي.

اتومي بديل

زموږ کوچني اتومي توغندي کيدای شي چې د کوچنيو آسماني ستورو په مقابل کې اغیزمن وي خو د سترو آسماني اجسامو په مقابل کې چې انساناني تمدن ته ګواښ کيدلای شي، ښايي تاثير ونه لري. سربيره پر دې د ځمکې فضا ته د داخليدونکي ستوري ماتول کيدای شي د «مرمۍ د چاودنې» په څير اغيز ولري او ټوټې پارچې یې ښايي لا زيات زيان ورسوري.

یوه بله ډيره عصري اتومي طرحه هغه ده  چې په ۲۰۱۲م کال کې د «NASA» د يوه انجينر بريند باربي او د ايوا د څيړنيز مرکر د يوه څيړونکي بونګ وي له خوا پرې کار شوې وو. دوی د استرويد ګواښ د وخت د ټاکلو په موخه د يوه استرويد ضد ماموريت د نصبولو هڅه وکړه چې د څو کالو څخه نيولې د ټکر څخه د څو ورځو مخکې د خطر په اړه اشاره ورکړي. د ناسا له ويب پاڼې له لارې وي وويل:

 « د يوه استرويد يا کوچني ستوري له ځمکې سره جنګيدل «يو حقيقت» دی. دا يوازې د وخت خبره ده او انسانان بايد دې ته چمتو وي.»

Infografik Asteroid Florence Größe im Verhältnis zu Berlin ENG

دغه څيړونکو د يوه دوه برخه ایزې فضايي بيړۍ طرحه چې نوم یې «هايپر ويلوسټي استرويد انترسيپت ويهايکل» او لنډيز یې ايچ ای آيي وي دی، جوړه کړې ده. دغه فضايي بيړې يو اتومي بم له ځانه ليږدوي. استروید ته په رسیدو سره به ددغه بيړۍ غيرې اتومي برخه استرويډ کې يو سورې يا بغرۍ جوړوي او اتومي برخه به بيا په دغه سوري کې چاودنه کوي. که چيرې دا کار په سمه تورګه ترسره شي نو دا به کافي وي چې دغه کوچنی ستوری د ځمکې فضا ته تر رسيدو دمخه ټوټه شي او ډير زیان ونه رسوي.

   د حرکي تخنيک اغيز

د ايچ ای آيي وي د تخنيک په نظر کې د نيول سره سره ناسا او اروپايي همکارانو یې وار دمخه د حرکي انرژۍ د اغيز په اړه آزموینې ترسره کړي دي ترڅو د استروید مسير ته تغير ورکړل شي. په دې صورت کې به ښايي انسانان کافي وخت ولري او د کوچني ستوري په مسير کې کم تغيبر به هم ښايي د دې زمينه برابره کړي چې ځمکه ترې خوندي پاتې شي.

د جاذبې قوې تراکتور

د خطرناکو کوچنيو ستورو د مسير د بدلولو بله احتمالي او ښکلې لاره د جاذبې قوه ده. دا طرحه ډيره ساده ده: يوه فضايي بيړۍ چې د استرويد ترڅنګ څو کاله او يا لسيزې مزل کوي، ښايي دوي په دومره کافي اندازه ځانته را کش کړي چې مسير یې تغير وخوري. خو دا تخنيک تر اوسه هيڅ نه دی ازمول شوي او د جوړيدو او کار اخیستنې له  پاره به لسیزو ته اړتيا ولري.

اوس آسمان پاک دی

ساينس پوهان وايي چې د يوه موټر هومره استرويد يا کوچنی ستوری هر کال يو وار د ځمکې فضا ته داخليږي او د ځمکې سطحې ته د رسيدو تر مخه سوځي.

خو د «NASA»  د وړاند وينو په حواله په راتلونکو سلو کالو کې د ۰.۰۱ فيصده هم کم چانس شته چې يو په رښتيا خطرناک استرويد پر ځمکه ناوړه اغیزه ولري.  د کارپوهانو په حواله به په ۲۱۳۵ م کال کې يو ۵۰۰ متره ستر استرويد له ځمکې سره نژدې تير شي او احتمالاً د سپوږمې مدار ته به داخليدو سره به خپل مسير ته تغیر ورکړي. که څه هم چې موږ پوهيږو چې دغه استرويد به له ځمکې سره ونه جنګيږي خو د مدار تغير یې ښايي د دې لامل شي چې بيا څو لسیزې وروسته له ځمکې سره ټکر شي.