ځایي اتله: هغه میرمن چې د زده کړو له لارې ټولنې ته بدلون ورکوي
پروفیسوره سکینه یعقوبي په هرات ولایت کې نړۍ ته سترگې پرانیستي دي. هغه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته امریکا ته ولاړه او د وقایوي طب په برخه کې یې زده کړې کړي دي.
سکینه یعقوبي د خپلو هیوادوالو درد او ناخوالو دې ته اړ کړه چې بیرته پاکستان ته ولاړه شي او مهاجرو په منځ کې خپل بشر دوستانه فعالیتونه پیل کاندي.
د پروفیسورې میرمن یعقوبي لویه هیله دا وه چې هغه ورځ راورسیږي چې ښځې پخپله پر ځان بسیا شي، زده کړې وکړي، له روغتیا څخه برخمنې وي او په آزادانه ډول ژوند وشي کولای. دغه ټولې هیلې د دې سبب شوې چې میرمن یعقوبي د روغتیا او تعلیم په برخه کې فعالیتونه پیل کړي.
اوسمهال په کابل او هرات ولایت کې څلور ښوونځي د زده کړې افغان انستیتوت، تر څارنې لاندې فعالیت کوي. د دغو ښوونځیو معلمان ځانگړې زده کړې ویني، تر څو په دغو ښوونځیو کې د تدریس نوي میتودونه تطبیق کاندي.
له طبیعت سره د ماشومانو آشنایي، د زده کړو یوه برخه ده چې ماشومان ته ښوول کیږي او ماشومان له کوچینوالي څخه د طبیعت او چاپیریال ساتنې له اهمیت څخه خبریږي.
د دغو ښوونځیو ماشومان یو ډول منظم جامې اغوندي او ښوونځي ته د ورتلونکو میلمنو تود هر کلې کوي. د دغو ښونځیو با کیفیته تدریس او ښه نظم د دې سبب شوی دی چې له خصوصي او دولتي ښوونځیو سره ډیر توپیر ولري.
د زده کړې د ښه نظام څخه استفاده او د تجربه لرونکو استادانو جذبول په دغو ښوونځیو کې د لوړ کیفیت د تدریس اصلي دلیل دی.
. د پروفیسورې سکینه یعقوبي د ښوونځي یوه تنه زده کوونکي مریم وایي: «د اوولسمې ناحیې په کچه زموږ ښوونځی لومړی ځای لري. د نورو شاگردانو په پرتله زموږ د ښوونځي سویه لوړه ده.»