1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتريويس: په سنګين کي د طالبانو سره د سوي تړون ملاتړ کوو

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

په افغانستان کي د نهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترويس په هلمند کي ويلي چي ډير ژر به په سنګين ولسوالۍ کي د بيا رغوني پراخي پروژې پيل کړي.

https://p.dw.com/p/Qpht
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال ديويد پيترويس
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال ديويد پيترويسانځور: picture alliance/dpa

دوې اونۍ د مخه د هلمند چارواکو خبر ورکړی چي د سنگين ولسوالۍ د ساروان کلا په سيمه کي يې د ځايي مشرانو په مرسته د طالبانو سره اوربند کړی.

په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال پيترويس ددو شنبې په ورځ مازيګر په يوه ناڅاپي سفر هلمندولايت ته تللی او هلته يې د سنګين ولسوالي د يوشمير قومي مشرانو سره کتلي.

جنرال پترويس د هلمند د والي سره په كتنه كي وويل موږ د هلمند د والي په مشري د سولي د هغه تړون ملاتړكوو چي څه موده وړاندي د سيمي د مشرانو او قومي سپين ږيرو سره د وسلوالو طالبانو سره د خبرو په خاطر سوی.

هغه ويلي په سنګين ولسوالي كي به ډير ژر د پراختيايي كارونو لړۍ پيل سي، پيترويس وويل په هلمند كي د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ ډير پرمختګونه راغلي دي او دوی يي هم ددې پرمختګونو ملاتړ كوي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل په هلمند ولايت كي راغلي پرمختګونه د ايساف ځواكونو د بې دريغه مرستو له امله دي.

د ه وويل د ايساف ځواكونو سره په ګډه كار كوي چي په ولايت كي ټولو هغه سيمو ته د ښې دولتدارۍ پروسه وغځوي چي تر اوسه لا نه ده ور رسیدلې.

د ميشتو بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندن جنرال ډيويډ پترويس په داسي حال كي هلمند ته سفر كوي چي ددي ولايت په يو شمير ولسواليو كي د افغان او ايساف ځواكونو په وړاندي ستري امنيتي ستونزي پرتې دي.

د هلمند په شمالي ولسواليو كي هره ورځ د طالب جنګياليو او بهرنيو ځواكونو ترمنځ نښتي رامنځته كيږي چي له امله يي كله نا كله ملكي كسانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل