1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو د یونان په لیسبوس کي د مهاجرو احتجاج ختم کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د ښی اړخو افراطیانو، مهاجرو او پولیسو ترمنځ کشمکشونو وروسته د یونان د تیارسي پولیسو مهاجر مجبوره کړي دي، چي د لیسبوس جزیرې یو مرکزي میدان تخلیه کړي. د دغو مهاجرو اکثره يې افغانان ول.

https://p.dw.com/p/2wUAV
Griechenland Lesbos - Flüchtlinge auf dem weg zum Moria Camp nahe der Stadt Mitylene
انځور: picture-alliance/NurPhoto/B. Langer

د یونان دولتي راډیو خبر ورکړی دی چي په دغو کشمکشونو کي ډیر مهاجر زخمیان سوي هم دي. د دغه تاوتريخوالي علت د راپاریدونکو اکثره ښی اړخو افراطیانو هغه حمله وه چي له تیري چهارشنبه ورځي راهیسي یې د لیسبوس ټاپو د مرکز، میتیلیني یو مرکزي میدان اشغال کړی وو.

په دې ترڅ کې پر مهاجرو باندي ډبري، بوتلان او نور سوځیدونکي مواد وروغورځول سول. عیني شاهدانو دولتي راډیو ته ویلي دي چي پولیسو پردواړو خواوو باندي اوښکي بهونکی گاز او برقي سوټیان استعمال کړل، تر څو هغوی سره جلا کړي.

دغه مهاجر چي اکثریت یې افغانان دي، غوښتنه کوي چي له لیسبوس ټاپو څخه د یونان وچي ته انتقال سي. د یونان په جزیرو کي ټوله کمپونه ډک دي. د دغي جزیرې په موریا کمپ کي چي اصلأ د ۳۰۰۰ کسانو له پاره په پام کي نیول سوی دی، د یونان د مهاجرو وزارت په حواله اوس پکښي تر ۶۵۰۰ زيات کسان  ځای پرځای سوي دي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.09.2017 )