پولیس د شکمن قاتل او قربانۍ تر منځ د اړیکو پلټنه کوي
۱۳۹۵ آذر ۱۶, سهشنبهد آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د ARD تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې د دغې خواشینوونکي پيښې په هکله باید څرګندي خبري وشي. په عین وخت کې د صدراعظمې مرستیال زیګمار ګابریل بیا د مهاجرو پر ضد کرکې پارونکو تبلیغاتو پر وړاندې خبرداري وکړی.
د پولیسو په حواله تحقیق کوونکي غواړي مومي چې آیا دغه شکمن مهاجر چې ويل کيږي افغان دی او په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته راغلی دی، او د طب پوهنځي د وژل شوې ۱۹ کلنې محصلې تر منځ اړيکي وې؟
دغه ۱۷ کلن شکمن قاتل د جمعې په ورځ د ده د نیول کیدو پر مهال پر هغه د لګول شوې تور په هکله له څه ویلو څخه ډډه کړې.
پولیس غواړې چې د پیښې په هکله د لا رڼښت په موخه د دغې محصلې چې مړی یې د اکتوبر میاشتې پر ۱۶ نیټه د «درایسم» په سیند کې موندل شوی وو، له شخصي دوستانو او شاوخوا عیني شاهدانو څخه له سره پوښتنې او ګرویږدنې پیل کړي.
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د ARD تلویزون د"Tagesthemen" په خپرونې کې دغه پيښه وغندله او دا یې یو وحشتناک عمل وباله.
میرکل وویل: «که ثابته شي چې قاتل یو افغان مهاجر وو، په هغه صورت کې به د بل هر قاتل په شان محکوم شي او همدارنګه باید د هغه په هکله ښکاره خبري وشي.»
همدارنګه میرکل خبرداری ورکړ چې «د قاتل په محکوم کیدو سره باید ټول مهاجر تر پوښتني لاندي را نه شي او د دوی په هکله باید یو عمومي قضاوت ونه شي.»
مخکې تر دې د آلمان د صدارعظمې مرستیال او د اقتصاد وزیر زیګمار ګابریل هم ویلي ول: «د تاوتریخوالي تر دا ډول جنایت وروسته، د دې په نه پام کې نیولو سره چې د غه کار چا کړی، د خلکو هیڅ ډول لمسونې ته اجازه نه ورکوو. یوازې هغه څه چې باید وشي، د جنایت د ترسره کوونکي په اړه تحقیق او د هغه محاکمه کیدل او مجازات دي.»
همدارنګه د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند(SPD) د مهاجرو کمیساري ایدان اوزوګوس، ویلي دي چې د قتل دغې پيښې غمجنه کړې ده. په عین وخت کې هغې وویل چې دغه پيښه باید د سیاسي ابرازو په توګه و نه کارول شي: «هغه څوک چې دغه جنایت وسیله ګرځوي، څو خلک د مهاجرو پر ضد ولمسوي، په بشپړ ډول یو غیر مسئولانه عمل دی.»
نور مطالب: