1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په آلمان کې د بریدونو د ګواښ لوړیدو په اړه اندیښنې

۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د آلماني پولیسو يوه لوړپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د داعش ماتې خوړل او د کډوالو افراطي کیدل، په آلمان کې د ترهګریزو بریدونو ګواښ لوړوي.

https://p.dw.com/p/2sCZy
Holger Münch, Präsident des Bundeskriminalamts
انځور: picture alliance/dpa/A. Dedert

د آلمان د فدرالي جنایي پولیسو مشر هولګر میونش، په برلین کې د اروپايي پولیسو کانګرس ته وویل چې «موږ پوهیږي چې د اروپا تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد ته په ۲۰۱۵ کال کې د زیات شمیر مهاجرو د راتلو له کبله [د ترهګریزو بریدونو] ګواښ نه دی کم شوی».

میونش ګواښ وکړ چې له دې مودې راهیسې آلمان ته له یو میلیون څخه د زیاتو رسیدلو مهاجرو له ډله څخه یو شمیر یې په هغه صورت کې چې په «اروپا کې یې د ښه ژوند خوبونه رښتیا نه شي» افراطي کیدای شي.

هغه زیاته کړه چې باید داسې وانګیرل شي چې یو شمیر کسان به په سوریې او عراق کې د «جګړې له ډګر څخه ستانه شي» او هغه کسان چې د «بریدونو ترسره کولو ته چمتو دي به له مخفي شبکو څخه د انترنت له لارې ملاتړ ترلاسه کړي».

دغه آلماني امنیتي چارواکي ټینګار وکړ: «اسلامي دولت ځان ډیر ښه [له حالاتو سره] برابرولی شي.»

د هغو کسانو شمير چې د آلماني پوليسو له خوا د احتمالي «خطرناکو» کسانو په توګه پيژندل کیږي له ۱۳۹ کسانو څخه ۷۴۳ تنو ته پورته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې ۹۷۰ تنو له آلمان څخه د داعش ډلې تر کنترول لاندې سیمو ته سفر کړی دی.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې په آلمان کې ډیری بريدونه د پناه غوښتونکو له خوا ترسره شوي دي. ميونش ټیتګار وکړ چې امنيتي ځواکونه له دې ګواښ سره د اروپا په کچه د معلوماتو د شریکولو او د تکنالوژي په برخه کې د خپلو قابیلیتونو د لوړولو له لارې مبارزه کولی شي.