پوليسو په لندن کي د ترور د دوو تنو عاملانو هويت روښانه کړی
۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سهشنبهدغه دوه کسان چي نومونه ئې اعلان سوي دي، د لندن په ختيځ بارکينگ سيمه کي ئې ژوند کاوه.
ويل سوي دي چي د هغوی يو تن «خرم شهزاد بوت» ۲۷ کلن پاکستانی الاصله بريتانوی دئ چي په بريتانيا کي زېږېدلی دئ. د هغه هويت د بريتانيا د کورني امنيت سازمان M15 ته روښانه وو، خو دا چي هغه يرغل کوي په اړه ئې معلومات پوليسو نه لرله.
دوهم کس د «رشيد ردوانه» په نوم ۳۰ کلن سړی ښوول سوی چي خپل ځان ئې مراکشی يا ليبيايي معرفي کړی وو. هغه خپل نوم ادارو ته جعلی ورکړی وو.
تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي له دغو دوو کسانو سره نورو هم همکاري لرله که نه.
دغه دوه کسان او يو بل چي تر اوسه پوري ئې لا هويت بربنډ سوی نه دئ، په لندن کي د شنبې په ښام تر تروريستي يرغل وروسته پوليسو وويشتل او ووژل.
تر اوسه پوري د لندن د شنبې ورځي د تروريستي يرغل په تړاو ۱۲ کسان چي ۷ ښځي او پنځه نارينه دي نيول سوي دي. له دوی څخه يوه ښځه او يو نارينه بيرته آزاد سوي دي.
د بريتانيا پوليسو له خلکو غوښتي دي چي په دې اړه هر ډول شواهد چي ولري، د مهربانۍ له مخي دې له پوليسو سره شريک کړي.