1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليسو د مانوس کمپ له مهاجرو خالي کړ

۱۳۹۶ آذر ۲, پنجشنبه

د پاپوا نوګيني پوليسو له مانوس کمپ څخه تقريبا۴۰۰ مهاجر ايستلي دي. د ضد و نقيض راپورونو پر اساس د مهاجرو د را ايستلو پر وخت دراماتيکه صحنې رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/2o81N
Papua-Neuginea Manus Insel Polizei dringt in australisches Flüchtlingslager ein
انځور: picture-alliance/dpa/Refugee Action Coalition

آستراليا نه غواړي چي خپلې خاوري ته هغه کسان پرېږدي چي په کښتيو کي د مهاجرو په توګه ورغلي وي. په هم دې دليل پاپوا نوګيني هيواد دې ته چمتو والی وښود چي د پيسو په بدل کي دا ډول مهاجر د مانوس جزيرې په کمپونو کي ځای پر ځای کړي. خو پاپوا نوګيني هم نه غواړي چي په دايمي توګه دغو مهاجرو ته ځای ورکړي.

د پاپوا نوګيني عالي محکمې په ۲۰۱۶م کال کي فيصله وکړه چي په مانوس کي د مهاجرو کمپ غېرقانوني دی. تر دې وروسته بيا آستراليا د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر مياشتي پر۳۱مه نېټه د مانوس کمپ د تړلو اعلان وکړ. خو په دغه کمپ کي موجودو يو شمېر مهاجرو هغه غوښتنه رد کړه، چي هغوی بايد له دغه کمپ څخه ووځي. د دغو تقريبا ۴۰۰مهاجرو دريځ دا وو چي له دغه کمپ څخه دباندي د هغوی ژوند ته ګواښونه موجود دي.

«بديل کمپ جوړ سوی»

د آستراليا لومړي وزير مالکولم ټرنبل د مانوس کمپ له مهاجرو څخه غوښتنه کړې وه چي د پاپوا نوګيني له چارواکو سره د قانون په پلي کولو کي مرسته وکړي او د هغوی غوښتنه ومني. لومړي وزير زياته کړه چي د تړل سوي کمپ د اوسېدونکو له پاره بديل کمپ جوړ سوی چي پکښي د خوراک، چښاک، درملنې او د امنيت نيولو امکانات برابر کړل سوي دي.

د دې له پاره چي پاته مهاجر د مانوس د کمپ خالي کولو ته مجبور سي، نو پر هغوی د خوراکي توکو او اوبو جريان بند سو. د ځينو راپورونو له مخي ۳۸۰ مهاجرو ۲۲ ورځي پرله پسې بيا هم دغه کمپ نيولی ؤ او نه يې غوښتل چي ترې ووځي. څو د ۲۰۱۷م کال د نوامبر مياشتي پر ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په سهار د پاپوا نوګيني پوليس دغه کمپ ته ننوتل او مهاجر يې په سرويس موټرو کي يو عبوري مهاجر کمپ ته انتقال کړل. د پوليسو د دغو عملياتو په تړاو د پنجشنبې په ورځ آستراليايي رسنيو راپورونه خپاره کړل. خو دا چي دغه کمپ په څه ډول خالي سوی، په هکله يې ضد و نقيض راپورونه ورکول سوي دي.

د پوليسو يو وياند ويلي چي نارينه ؤ دغه پخوانی کمپ «په سوليزه توګه» خوشي کړ. وياند هغه راپورونه رد کړل چي له مخي يې ګواکي د مهاجرو د ايستلو په ترڅ کي له زور او تاوتريخوالي څخه کار اخيستل سوی دی. د آستراليا د مهاجرت وزير پېتر دتون د آستراليا خبري آژانس AAP ته دا خبره تائيد کړې ده چي د کمپ د خالي کولو په ترڅ کي يو «لږ شمېر» مهاجر نيول سوي دي. وزير تر دې دمخه ويلي ول چي «د آستراليا ماليه ورکوونکو د تقريبا ۱۰ مليونه آستراليايي ډالرو (تقريبا ۶،۴ مليونه يورو) په مصرف يو نوی د اوسېدو ځای برابر کړی او موږ اوس غواړو چي خلک هلته کډه سي.»

د تاوتريخوالي راپورونه

د دغه کمپ اوسېدونکو بيا کمپ ته د پوليسو ننوتلو په ترڅ کي د تاوتريخوالي راپورونه ورکړي دي. يوi ايراني ژورناليست بهروز بوچاني پر ټويټر پاڼه ليکلي: «هغوی هر څه له منځه وړي.» نوموړی له هغه کسانو څخه دی چي نيول سوی ؤ خو وروسته بېرته آزاد کړل سوی دی. بوچانې د پوليسو د عملياتو په هکله ليکلي: «هغوی ډېر قهرجن دي او زموږ ټول سامان پر ډيران راغورځوي.»

د کمپ اوسېدونکو د پوليسو د دغو عملياتو فلمبرداري په موبايل تليفونونو کړې او دغه انځورونه يې پر انټرنټ خپاره کړي دي. په دغو ويډيوګانو کي ليدل کيږي چي يو مهاجر سړی بېهوښه دی او نور مهاجر ورباندي اوبه پاشي چي بېرته هوښ ته راسي. مهاجر وايي چي د پوليسو څخه په تشنابونو او د کمپ د کوټو پر بامونو پټ سوي ول.

د وروستي راپورونو له مخي د مانوس ياد کمپ په بشپړه توګه اوس خالي کړل سوی او ټول مهاجر په سرويس موټرونو کي انتقال کړل سوي دي. د مانوس ياد کمپ له جوړېدنې راهيسي تل شخړيز پاته سوی دی.
 

AG/ A.A, N.Z

زموږ له آرشيف څخه