1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوروښينکو د اوربند پلان وړاندي کړ

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۵, چهارشنبه

د روسيې او اوکراين جمهور رئيسانو په لومړي وار شخصي ملاقات او خبري وکړې. د اوکراين جمهور رئيس تر خبرو وروسته ډاډه ښکارېدی. دا چي رښتيا به هم د وسلو چوښکي کښته سي تر اوسه لا معلومه نه ده.

https://p.dw.com/p/1D1g9
Poroschenko/ Ashton/ Minsk
انځور: Reuters

د سپيني روسيې په پلازمېنه مينسک کي د اوکراين جمهور رئيس پيترو پوروښينکو خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته لاس ورکړ. او وروسته بيا دواړه يو په يو دوه ساعته خبرو ته سره کښېناستل.

دغه خبري د اوکراين په ختيځ کي د بېلتون غوښتونکو او اوکرايني ځواکونو ترمنځ د احتمالي سولي د رامنځ ته کولو له پاره ترسره سوي دي.

تر خبرو وروسته پوروښينکو د اوکراين په ختيځ کي د اوربند يو پلان وړاندي کړ. د اوربند د څرنگوالي په اړه بايد سرحدي ځواکونه او د روسيې او اوکراين لوی درستيزان خپل کار پيل کړي. موخه دا ده چي هر څومره ژر چي کيږي يو اوربند رامنځ ته سي چي د دواړو اړخونو له خوا بايد وساتل سي.

د اوکراين جمهور رئيس زياته کړې ده چي روسي سيال پوتين په زغرده ورته ويلي دي چي، د سولي د پلان ملاتړ ئې کوي.

پوروښينکو او پوتين
پوروښينکو او پوتينانځور: Reuters/Sergei Bondarenko/Kazakh Presidential Office

له پوتين سره تر ملاقات وروسته پوروښينکو په مينسک کي د خپل هيواد په سفارت کي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو له کمېساري کاترين اشتون سره وليدل. هغه تر دغو ملاقاتونو وروسته په خپل فيسبوک پاڼه کي ليکلي دي چي د مينسک په غونډه کي ټولو سياستوالو «د اوکراين د سولي ستراتيژي» ملاتړ کړی دی.

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين تر غونډي وروسته ژورناليستانو ته څرگنده کړه چي د سولي پلان له پيلېدو سره به روسيه د هغه بشپړ ملاتړ وکړي.

د پوتين او پوروښينکو ملاقات د روسيې په مشرۍ د «اوراسيا» اقتصادي سازمان د غونډي په څنډه کي چي په مينسک کي جوړه سوې وه تر سره سول.