1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: یاغیان له افغانستان څخه مرکزي اسیا ګواښلی شي

۱۳۹۴ مهر ۲۴, جمعه

ولادیمیر پوتین د مرکزي اسیا هیوادونو مشرانو ته له افغانستان څخه د یاغیانو د احتمالي راوښتو له کبله ګواښ کړی دی. په وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې له مرکزي اسیا سره پوله لري، د یاغیانو نفوذ ډیر شوی.

https://p.dw.com/p/1GpCD
انځور: AFP/Getty Images/A. Nemenov

د جمعې په ورځ د پخواني شوروي د غړو هیوادونو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین وویل چې د افغانستان وضعیت «کړکیچن کیدو ته نزدې دی». پوتین د مرکزي اسیا هیوادونو پر مشرانو باندې غږ وکړ چې له افغانستان څخه د یاغیانو د یوه احتمالي برید د دفع کولو له پاره چمتو وي.

په وروستیو وختونو کې طالبانو په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره د یوه ښار مرکز د څو ورځو له پاره تر خپل کنترول لاندې راوست. کندز چې له مرکزي اسیا سره پوله لري، اوس د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې په میدان بدل شوی دی.

پوتین همدا راز په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر اډو باندې د خپل هیواد هوایي بریدونه وستایل او ادعا یې وکړه چې د دغو بریدونو په پایله کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یو شمیر اډې ویجاړې شوې دي او په سوونو تنه جنګیالیو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پوتین په داسې حال کې د افغانستان وضعیت «کړکیچن کیدو ته نزدې» بولي، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به هم په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري وساتي او په ۲۰۱۷ کال کې به یې شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب