1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: ځای ناستې به مې د روسیې خلک وټاکي

۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبه

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوازې د روسیې خلک د هغه د ځای ناستې په اړه پریکړه کولای شي او هغه هم د ټاکنو له لارې.

https://p.dw.com/p/2bcQC
Russland Präsident Putin in Sankt Petersburg
انځور: picture-alliance/dpa/M. Metzel

په روسیې کې به د راروان کال په مارچ میاشت کې ولسمشریزې ټاکنې وشي. لا تر اوسه پورې د روسیې اوسني ولسمشر ولادیمیر پوتین، نه دي ویلي چې هغه به په دې ټاکنو کې ځان ونوموي او که نه، خو تمه کیږي چې پوتین به ځان کاندید کړي او د څلورمي دورې له پاره به هم د خپل هیواد مشري وکړي.

پوتین په کرملن کې یوې غونډې ته وویل: «د ولسمشر ځای ناستې به د دیموکراتیکو ټاکنو له لارې او یوازې د روسیې د خلکو له لورې وټاکل شي، نه د بل چا.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیری روسي کارپوهان په دې باور دي چې پوتین به تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خپل هیواد په مشري کې پاتې شي. هغه له ۱۷ کلونو راهیسې د روسیې په سیاست کې ډیر مهم نقش لوبولی دی.