پوتین: ولسمشرۍ ته بيا ځان کانديد وم
۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبهد روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په نيژني نوګرد ښار کې د موټر جوړنې د یوې فابریکې د لیدنې پرمهال تائید کړه چې غواړي په ۲۰۱۸م کال کې بيا ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.
د کرملین مشر په یوه غونډه کې چې د همدې شرکت د کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه همدا راز وویل چې «غواړم د روسیې د ولسمشر د موقف له پاره خپله نوماندي وړاندي کړم.ِ» نوموړي زیاته کړه چې له دې ځایه پرته بل ښه ځای نه وو چې دغه اعلان وشي.
د ۱۹۹۹م کال په پای کې د روسیې د وفات شوي پخواني ولسمشر بوریس یلتسین تر حکومت وروسته، پوتین د حکومت چاري په لاس کې واخیستې. له هغه وخت راهیسې نوموړی د روسیې یو له غښتلو کسانو څخه شمېرل کيږي.
په دې ترڅ کې د ۲۰۰۸نه تر۲۰۱۲م کال پورې پوتین د روسیې د لومړي وزیر په توګه هم کار کړی. داسې انګیرل کیږي چې پوتین به د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې هم ډیر مینه وال ولري.
په دې ټاکنو کې د بري په صورت کې ۶۵کلن پوتین به تر جوزیف ستالین وروسته د روسیې تر ټولو اوږد مهاله پر واک پاته ولسمشر شي.